امریکا د روسیې له «بروستنیک» توغندیو سره د مقابلې وس نلري
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د جاسوسۍ ادارې سي ايي ای یوه پخواني افسر او د ملګروملتونو پخواني پلټونکي «اسکاټ ریټر»وویل امریکا داسې توغندوي دفاع سیسټم نه لري چې وکولای شي د روسیې له بوروستینک(Burevestnik) توغندوي حملو سره مقابله وکړي.
اسکاټ ریټر له نووستي خبري اژانس سره په ځانګړي مرکه کښې اعتراف وکړ چې د امریکا دفاعي سیسټم د روسیې له بوروستنیک توغندیو سره د مقابلې وس نلري ځکه چې له دغو توغندیو سره د مقابلې لپاره واشنګټن باید یو کاملا متفاوت توغندوي دفاعي سیسټم جوړ کړي چې د امریکا د خاورې د ساتلو لپاره درې سوه شپیته درجې پوښښ برابر کړي دا په داسې حال کښې دي چې امریکا د دغه سیسټم د جوړولو لپاره ضروري وسائیل نلري.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین مخکې ویلي وو چې د لرواټنه توغندیو بوروستینک ازموینې په بریالیتوب سره ترشره وي او د روسیې د پوځ لوی درستیز والري ګرسیموف په همدې اړه وویل دغو توغندیو د هوا ضد او د توغندیو ضد سیسټمونو څخه د ځان د بچولو لپاره خپل وس نندارې ته وړاندې کړی دی.
هغه وویل دغه توغندیو څوارلس زره کلومیټره ازمیښتي الوت کړی که څه هم دغه واټن ددغو توغندیو نهايي وس نه دی.
د امریکا ولسمشر ټرامپ هم د روسیې د چارواکو دغو څرګندونو ته په غبرګون کښې وویل ما د جنګ وزات ته حکم ورکړی دی چې د اټومي وسلو ازمویل له سره پیل کړي