له اسرائیلو رژیم سره دولس ورځني جنګ زمونږ لپاره ستر درس درلود
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي په دې خبرې سره چې زمونږ هیواد د دولس ورځني جنګ د پیلیدا په وخت د غبرګولي د میاشتې د درویشتمې نیټې څخه زیات پياوړی دی وویل
دغه جنګ زمونږ لپاره ستر درسونه لرل ځکه چې مونږ په خپلو داخلي وسونو باندې ډیر ایمان لرو او همدغه چاره زمونږ د بریالیتوب سبب شوه او اوس له مخکې څخه زیات خپلې لارې ته دوام ورکوو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي نن «له جنګ څخه وروسته د بهرني سیاست د لارې د نقشې» په نوم غونډه کښې چې په «بو علي سینا» پوهنتون کښې د انجمن اسلامي او د جامعه اسلامي په ملګرتیا او د بسیج محصیلینو په زیار ترسره شوه د دولس ورځني جنګ د شهیدانو او په تیره بیا د اټومي ساینس پوهانو یاد او خاطر ولمانځله کوم چې د صهیونیسټ جنایتکار رژيم لخوا ټرور او شهیدان شوي وو وویل زمونږ ساینس پوهان په خپلو کورونو کښې د خپلو کورنیو په څنګ کښې ټرور کړې شول مونږ د هغو ټولو درنښت کوو.
هغه وویل دولس ورځني جنګ زمونږ لپاره ستر درسونه لرل او مونږ په خپلو وسونو زیات ایمان راوړه او خپل او د دښمن د کمزورتیا او د قوت ټکي وپیژندل او همدا اوس په قوي ډول خپلې لارې ته دوام ورکوو.
عباس عراقچي په دې خبرې سره چې دولس ورځنی جنګ د ټیکنالوژیو جنګ و، دغه جنګ ځانګړی جنګ و ځکه چې د ګډو سرحدونو له لرلو پرته وجنګیدو او دا کار یوازې د ټیکنالوژۍ له لارې امکان درلود له یوې خوا د هغوې جنګي الوتکې وې او له بلې خوا زمونږ توغندي وو زیاته کړه په دولس ورځني جنګ کښې زمونږ قدرت په دفاعي او توغندوي صنایعو کښې راڅرګند شو او دا زمونږ توغندي وو چې د اسرائیلي دښمن اسمان او فضا زمونږ په اختیار کښې وه.
عباس عراقچي زیاته کړه د توغندي ضد سیسټمونو سره سره چې صهیونیسټ رژیم د امریکا او د اروپايي هیوادونو په مرستې سره لرل زمونږ توغندي چې په خپله مو جوړ کړي دي له دغو توغندوي ضد سیسټمونو تیر شول او په دقیق ډول په خپلو هدفونو باندې ولګیدل.
هغه وویل په دغه نړیوال نظام کښې چې تراوسه هلته د ځنګل قانون دی او د هغه مصداق د امریکا کړچار دی باید ځان د دښمن د یرغل په وړاندې قوي او قدرتمن کړو.
د ایران خارجه وزیر عباس عراقچي وویل په دولس ورځني جنګ کښې له خارج څخه وارد شوي پوځي تجهیزات دومره اغیز شیندونکي نه وو خو هغه وسلې چې ایران په خپله جوړې کړې وې ډیرې اغیز شیندونکي وې.