عراق د ایران له اسلامي جمهوریت سره د خپلو اړیکو احترام کوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د عراق د بهرنیو چارو وزیر «فواد حسین» په یو لړ څرګندونو کښې د ایران او د خپل هیواد ترمینځ د ډیرو جغرافیايي، تاریخي او د کلتوري ګډولو مخینې ته په اشارې سره ټینګار وکړ له ایران سره د خپلو اړیکو احترام کوو.
د عراق د بهرنیو چارو وزیر فواد حسین د مینځني ختیځ په چارو کښې د امریکا د ولسمشر له ځانګړي استازي «مارک ساوایا» سره د ملګرتیا په هکله د سعودي عربستان د العربیه ټیلي ويژن د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل مونږ د ټرامپ له نوي استازي سره ملګرتیا کولو ته تیار یوو.
د عراق خارجه وزیر دغه راز دغه پوښتنې ته په ځواب کښې چې له امریکا سره د عراق ښو اړیکو ته په پام سره په داسې حال کښې چې ټرامپ د ایران د نفوذ په هکله عراق ته خبرداری ورکړی دی ایا د ایران او د امریکا ترمینځ باید یو شی انتخاب کړئ یا کولای شئ له دواړو هیوادونو سره اړیکې ولرئ وویل د عراق بهرنۍ اړیکې د جغرافیا ، د تاریخ او د ګټو په شمول په څو واقعیتونو ولاړې دي او که چیرې د جغرافیا او د تاریخ په هکله خبره وکړو د جغرافیا له نظره مونږ او ایرانیان ګاونډیان یوو او ډیرې تاریخي او کلتوري اشتراکات او ګډولې لرو.
د عراق خارجه وزیر فواد حسین دغه راز په دې خبرې سره چې په هیواد کښې د مقاومت ډلو په هکله بحث یوه کورنۍ مسله ده ټینګار وکړ د دغه موضوع حل باید د عراق د ټولنې له داخل څخه ترسره شي.
د عراق خارجه وزیر فواد حسین څه موده مخکې هم له ایران سره د خپل هیواد د اړیکو په هکله ټینګار کړی و عراق له ایران سره اوږده سرحدونه لري او د دواړو هیوادونو ترمینځ زیاتې ټولنیزې ، کلتوري ، دیني او اقتصادي ګډې اړیکې شته.
دغه راز د عراق یوه شناند «سعید البدري» هم ویلي وو چې عراق له ایران سره پیاوړي او سټراټیژیکې اړیکې لري او د امریکا لوری هم دغه اړیکې درک کوي.
هغه په دې خبرې سره چې د عراق او د ایران اړیکې پیاوړي او تاریخي دي ټینګار وکړ په لنډه یا اوږده موده کښې له دغو اړیکو لاس وینځل امکان نلري ځکه چې تهران یو سټراټيژیک شریک دی.