ایراواني: د امریکا د ولسمشر جنایتکارانه اعتراف د واشنګټن حقوقي مسؤلیت ثابتوي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i166910-ایراواني_د_امریکا_د_ولسمشر_جنایتکارانه_اعتراف_د_واشنګټن_حقوقي_مسؤلیت_ثابتوي
پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازی د ایران په ضد د صهیونیسټ رژیم په وروستیو یرغل کې د امریکا د مستقیم رول په اړه د دغه هیواد د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې، دا اعتراف د امریکا د نړیوال مسؤلیت څرګند ثبوت ګڼي.
(last modified 2025-11-08T03:44:55+00:00 )
Nov 08, 2025 08:13 Asia/Kabul
  • ایراواني: د امریکا د ولسمشر جنایتکارانه اعتراف د واشنګټن حقوقي مسؤلیت ثابتوي

پارس ټوډې - په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازی د ایران په ضد د صهیونیسټ رژیم په وروستیو یرغل کې د امریکا د مستقیم رول په اړه د دغه هیواد د ولسمشر د څرګندونو په ځواب کې، دا اعتراف د امریکا د نړیوال مسؤلیت څرګند ثبوت ګڼي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازی امیر سعید ایراواني، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس او د امنیت شورا رییس مایکل عمران کانو ته په رسمي لیکونو کې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه غبرګون وښود چې د هغه هیواد د ایران په وړاندې د صهیونیسټ رژیم په بریدونو کې د مستقیم رول په اړه دی.

ایرواني ټینګار وکړ: د لوړ پوړي امریکایي چارواکي لخوا جرمي اعتراف د واشنګټن د نړیوال مسؤلیت او په دې تیریګرو اقداماتو کې د ګناه یو روښانه او نه انکاریدونکې   ثبوت دی او نړیوالی قانوني پایلې لري.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوالو قانوني چینلونو له لارې د دې مسلې تعقیبولو لپاره خپل ذاتي حق خوندي کوي او د امریکا د بشپړ حساب ورکولو او د نړیوالو قوانینو د اصولو پراساس ایران ته د رسیدلي انساني او مادي زیانونو لپاره د خسارې ورکولو غوښتنه کوي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونې په ایران باندې د صهیونیسټ رژیم په پوځي برید کې د واشنګټن د مستقیم ګډون په اړه په داسې وخت کې کیږي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مخکې د اسراییلو په برید کې د واشنګټن رول رد کړی و او دا یې د تل ابیب لخوا یو اړخیز عمل بللی و.