په نړۍ د امریکا د سلطې پړاو پاې ته رسیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167018-په_نړۍ_د_امریکا_د_سلطې_پړاو_پاې_ته_رسیدلی_دی
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دنیا د سیاسي او د اقتصادي بدلونونو په تاریخي جرړو باندې شننې او د امریکا په اوسني ځایګي باندې غور کولو سره ټینګار وکړ نن سبا نړۍ له یوه قطبي نظم څخه د څو قطبي او عادلانه نظم په لور د تلو په حال کښې ده او په دنیا باندې د امریکا د سلطې د موندلو پړا ختم شوی دی.
(last modified 2025-11-11T06:23:53+00:00 )
Nov 11, 2025 10:46 Asia/Kabul
  • په نړۍ د امریکا د سلطې پړاو پاې ته رسیدلی دی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د دنیا د سیاسي او د اقتصادي بدلونونو په تاریخي جرړو باندې شننې او د امریکا په اوسني ځایګي باندې غور کولو سره ټینګار وکړ نن سبا نړۍ له یوه قطبي نظم څخه د څو قطبي او عادلانه نظم په لور د تلو په حال کښې ده او په دنیا باندې د امریکا د سلطې د موندلو پړا ختم شوی دی.

علي اکبر ولایتي د امریکا د جوړیدا تاریخي مخینې ته په اشارې سره وویل د نړۍ په اوسني حالت باندې د پوهیدا لپاره باید د امریکا د سلطې غوښتنې او د قدرت غوښتنې تاریخي جرړې وپیژندو.

هغه وویل د کریسټوفر کولمبس لخوا په څوارلس سوه دوه نویم میلادي کال کښې د امریکا د لوې وچې له کشفیدا وروسته د اسپانیا، د پرتګال ، د انګلستان او د فرانسې په شان اروپايي قدرتونو د نویو ټاټوبو ویشلو ته مخه کړه او دغو استعماري سیالیو د اروپا جنګونه نوي لوې وچې ته وروکاږل او د سلطه پالو سیاستونو پیلامه شول چې وروسته یې د امریکا د قدرت په چوکاټ کښې ورایښت وموند.

په نړیوالو چارو کښې د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود سلاکار علي اکبر ولایتي زیاته کړه اروپايي استعمارګران  په تیره بیا پرتګالیانو په خپلو غیر قانوني کړچارونو سره د بشري تاریخ د یوه تر ټولو تور پړاو جوړونکي شول او هغوې د افریقايي هیوادونو خلک مریونه جوړول او په کشتیو کښې یې اروپا ته وړل او نیمايي یې په لاره کښې مړ کیدل او دغه ظالمانه روده د امریکا په لویه وچه کښې د لومړني ټولنیز او د اقتصادي نظام اساس رامینځته کړ.

هغه وویل په اولس سوه شپږ اویایم میلادي کال کښې د استعمارګرانو ترمینځ له جنګ وروسته امریکا جوړه شوه؛ داسې هیواد چې له لومړیو څخه یې  د نژادي توپیر، د استعمار او د پانګونې د راغونډولو پراساس بڼه خپله کړه.

علي اکبر ولایتي د امریکا وروستیو سیاستونو ته په اشارې سره وویل نن سبا امریکا نه یوازې په مینځني ختیځ بلکې په لاتیني امریکا او ختیځې اسیا کښې هم  د رواوالي له کړکیچ سره مخامخ ده.

ولایتي د غزې جنګ ته په اشارې سره وویل په غزې کښې د جنګ د بندولو لپاره د امریکا د ولسمشر ټرامپ هڅه د فلسطینیانو لپاره د زړه سوځیدا په وجه نه بلکې په عربو هیوادونو کښې د خپګان د پراخیدا د مخنیوي په هدف سره وه  او ټرامپ غواړي د شتمنو عربو حکومتونو په راضي ساتلو سره د امریکا اقتصادي او سیاسي ګټې تضمین کړي؛خو دغه سیاست به زر یا په ځنډ سره ماتي وخوري ځکه چې د سیمې ملتونه راویښ شوي او د  فلسطین د خلکو د حق غوښتل د معاملې وړ نه دي.