په دونتسک کښې په دوو حرارتي بټیو د اوکراین بریدونه وشول
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167348-په_دونتسک_کښې_په_دوو_حرارتي_بټیو_د_اوکراین_بریدونه_وشول
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په «دونتسک» سیمه کښې په دوو حرارتي بټیو باندې د اوکراین له بریدونو وروسته د ډیرو خلکو بریښنا غوڅه شوې ده.
(last modified 2025-11-18T09:51:01+00:00 )
Nov 18, 2025 14:17 Asia/Kabul
  • په دونتسک کښې په دوو حرارتي بټیو د اوکراین بریدونه وشول

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په «دونتسک» سیمه کښې په دوو حرارتي بټیو باندې د اوکراین له بریدونو وروسته د ډیرو خلکو بریښنا غوڅه شوې ده.

په عین حال کښې د روسیې دفاع وزارت په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د اوکراین د یودیرشو بې پایلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ.

د دونتسک سیمې والي «ډنیس پوشیلین» وویل د بریښنا په شبکې باندې په یوې بې ساري حملې کښې د زویفسکایا» او د استاروبشیوسکایا» حرارتي بټیو ته تاوانونه رسیدلي دي.

د ډیرو هستوګنه سیمو بریښنا هم غوڅه شوې ده.

د روسیې دفاع وزارت هم په یوې بیانیې کښې د اوکراین د بریدونو په ارتباط وویل چې په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د ماسکو هوايي دفاع سیسټم بریالی شو چې د اوکراین یودیرش بې پایلوټه الوتکې چې د روسیې په بیلابیلو سیمو باندې یې د حملو نیت درلود وپیژندي او هغه نسکورې کړي.

دغه راز د اوکراین په جنګي چارو کښې د روسیې د خارجه وزارت ځانګړي سفیر «روډیون میروشنیک» له تاس خبري اژانس سره په مرکه کښې د اوکراین لخوا په تیره یوه اونۍ کښې د روسیې د دیارلسو ښاریزو د وژل کیدا او د کابو اته پنځوسو نورو د ژوبلیدا خبر ورکړ.