یونیسف: د غزې ۹۷٪ ښوونځي ویجاړ شوي
Nov 26, 2025 07:39 Asia/Kabul
پارس ټوډې - د ملګرو ملتونو د ماشومانوملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د اسراییلي پوځ د بریدونو له امله په غزه کې ۹۷٪ ښوونځی بشپړ ویجاړ شوی دی.
په فلسطین کې د یونیسف ویاند "کاظم ابو خلف" وویل: په تیرو دوو کلونو کې په غزه کې له ۶۷۰ زره څخه ډیر زده کونکي له زده کړې بې برخې شوي دي، او یو له لویو ننګونو دا دی چې د جګړې له پیل راهیسې، هیڅ تعلیمي موادو ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په پټۍ کې ننوځي. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه، اسراییلي رژیم په دوو اصلي اهدافو سره د غزې په وړاندې جګړه پیل کړه: د حماس غورځنګ له منځه وړل او له پټۍ څخه د صهیونیسټانو بندیان بیرته راګرځول، مګر دا اهداف ترلاسه کولو کې پاتې راغلل او د حماس غورځنګ سره د بندیانو د تبادلې لپاره یوې موافقې ته رسیدو ته اړ شو.
ټیګونه