اروپايي هیوادونه له روسیې سره جنګ ته چمتو کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i167918-اروپايي_هیوادونه_له_روسیې_سره_جنګ_ته_چمتو_کیږي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د هنګري هیواد د بهرنیو چارو وزیر «پیټر سیجارتو» په دې خبرې سره چې اروپا له روسیې سره د جنګ لپاره د چمتو کیدا په حال کښې ده ټینګار وکړ مسلما له همدا اوس څخه باید د اروپا د لوې وچې د نابودۍ د مخنیوي لپاره د یوې حل لارې په لټولو پسې ووسو.
(last modified 2025-12-02T05:55:08+00:00 )
Dec 02, 2025 10:21 Asia/Kabul
  • اروپايي هیوادونه له روسیې سره جنګ ته چمتو کیږي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د هنګري هیواد د بهرنیو چارو وزیر «پیټر سیجارتو» په دې خبرې سره چې اروپا له روسیې سره د جنګ لپاره د چمتو کیدا په حال کښې ده ټینګار وکړ مسلما له همدا اوس څخه باید د اروپا د لوې وچې د نابودۍ د مخنیوي لپاره د یوې حل لارې په لټولو پسې ووسو.

هغه له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل د اروپايي اتحادیې د سټراټيژیکو سندونو پراساس چې د دغه اتحادیې د غړیو هیوادونو د سترو سیاسي ، امنیتي او پوځي اړخ نیونو لپاره پروګرامونه او اجنډاې په ګوته کوي ټول باید تر ۲۰۲۹ میلادي کال پورې بشپړه جنګي چمتووالي ته ورسیږي.

د هنګري خارجه وزیر «پیټر سیجارتو» زیاته کړه سټراټيژیکو سندونو چې د اروپايي اتحادیې د لارې رسمي نقشه ده تر ۲۰۳۰ میلادي کال پورې له روسیې سره د جنګ د رامینځته کیدا اټکل کړی او د دغه اتحادیې غړي د پوځي چمتووالي لپاره هڅوي.

دغه راز په بیلجیم کښې د روسیې سفیر «ډنیس ګنچار» هم مخکې ویلي وو چې د یورو اټلانټیک امنیتي نظام د دړې وړې کیدا په درشل کښې دی او ناټو تړون او اروپايي اتحادیه له روسیې سره د یوه ستر جنګ لپاره تیار شوي دي.

هغه وویل روسیه د جنګ کولو کوشش نه کوي خو په اورسیا سیمه کښې د یوه ګډ امنیتي جوړښت د رامینځته کولو لپاره له خپلو همفکره شرکاو سره ملګرتیا کوي.