سردار وحیدي: د صهیونیسټ رژیم ګواښونه د ګډوډۍ نښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/event-i168652-سردار_وحیدي_د_صهیونیسټ_رژیم_ګواښونه_د_ګډوډۍ_نښه_ده
پارس ټوډې - د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال ټینګار وکړ چې اسراییل له جدي ستونزو سره مخ دی او ګواښونه یې د دې رژیم د ګډوډۍ او کمزورۍ نښه ده.
(last modified 2025-12-21T07:20:17+00:00 )
Dec 21, 2025 11:48 Asia/Kabul
  • سردار وحیدي: د صهیونیسټ رژیم ګواښونه د ګډوډۍ نښه ده

پارس ټوډې - د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال ټینګار وکړ چې اسراییل له جدي ستونزو سره مخ دی او ګواښونه یې د دې رژیم د ګډوډۍ او کمزورۍ نښه ده.

سردار وحیدي امریکا ته د اسراییلي لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د راتلونکي سفر او د ایران په وړاندې د رژیم د تکراري ګواښونو په اړه له  المیادین شبکې سره په مرکه کې، وویل: د اسراییلو رژیم له لویو ستونزو سره مخ دی او دا ټولو ته روښانه شوې ده. هغه په ​​دې  په ټینګار سره چې رژیم د ایران په وړاندې په جګړه کې خپل هیڅ هدف ترلاسه نه کړ، زیاته کړه: "تهران ټول بدلونونه او ټولې مسلې له نږدې څاري." د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز مرستیال همداراز  وویل: د اسراییلو رژیم هڅه کوي چې د واقعیت یو بل انځور وښيي او خپله کمزوري پټه کړي، او دا د ایران په وړاندې د رسنیو او رواني جګړې له لارې ترسره کیږي.