د امریکا ولسمشر ټرامپ دې باید بښنه وغواړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا لومړي وزیر «کی یر اسټارمر» په افغانستان کښې د انګلستان په شمول د ناټو په کړچار د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ څرګندونې خطرناکې او له سپکاوي ډکې وبللې او د ټرامپ لخوا د بښنې غوښتنه یې وکړه.
د بریتانیا لومړي وزیر اسټارمر وویل که چیرې ما د ټرامپ په شان کومې څرګندونې کولای نو په یقیني ډول مو بښنه غوښتله.
هغه وویل د دوه زره یولسم میلادي کال د سپتمبر د میاشتې له یولسمې نیټې بریدونو وروسته په افغانستان کښې له امریکا سره مرسته کولو سره د جنګ په وخت د انګلستان څلور سوه اوه پنځوس پوځيان مړه شوي وو او د امریکا ولسمشر ټرامپ ادعا کړې ده چې په افغانستان کښې د جنګ په وخت د ناټو پوځیان د جنګ له لومړۍ کرښې څخه لیرې وو.
د بریتانیا لومړي وزیر کی یر اسټارمر د امریکا د ولسمشر ټرامپ څرګندونې د خندا وړ وبللې او د کنزرویټو ګوند مشرې میرمن «کیمي بنډینوک» هم د ټرمپ خبرې فضول او چټي وبللې.
په دې سربیره په امریکا کښې د بریتانیا هستوګنه شهزاده «هیري» هم وویل په افغانستان کښې د ناټو د پوځیانو د ورکړل شوې قربانۍ احترام دې وشي.
شهزاده هیري وویل ما هم په افغانستان کښې ماموریت ترسره کړی ، دوستان مو جوړ کړل ، دوستان مو له لاسه ورکړل ، میندو او پلارانو خپل زامن او لوڼې خاورو ته وسپارلې او بچیانو خپلې میندې او پلاران له لاسه ورکړل.
د امریکا ولسمشر ټرامپ لکه د یوه لیوني په شان په هر چا حملې کوي ، نیوکې کوي او کله چې ورباندې فشار او دباو راشي نو بیا سمدستي شاتګ کوي او له خپلې خبرې انکار کوي او دروغو ته مخه کوي.