د خبرو اترو لپاره چوکاټ د پرمختګ په حال کښې دی
Jan 31, 2026 23:55 Asia/Kabul
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت د لوړې شورا مشر علي لاریجاني ډاګینه کړه د خبرو اترو لپاره د چوکاټ جوړیدل د پرمختګ په حال کښې دي.
هغه بیګا په ایکس پاڼه کښې په یوه پیغام کښې ولیکل د مصنوعي رسندوي جنګ د فضا د جوړولو په اپوټه د خبرو اترو لپاره د جوړښت د بڼه خپلیدل د پرمختګ په حال کښې دي.
لاریجاني وویل د مصنوعي رسندویو په وسیله د جنګ چاپیریال جوړول کیږي.
دغه راز د ایران د پوځ مشر امیر حاتمی امریکا او اسرائیلو ته په خبرداري ورکولو سره ویلي دي چې د ایران اټومي سائنس او ټیکنالوژۍ څوک نشي ختمولای.
هغه وویل د ایران څومره ساینس پوهان او بچیان چې شهیدان شي د ایران اټومي صلاحیت به په خپل ځاې پاتې وي.
ټیګونه