د بریتانیا د لومړي وزیر د استعفا کولو ګونګوسې زیاتې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170564-د_بریتانیا_د_لومړي_وزیر_د_استعفا_کولو_ګونګوسې_زیاتې_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د لومړي وزیر «کیر اسټارمر» د استعفا د ورکولو ګونګوسې ډیرې شوي دي او د هغه سلاکار «مورګن میک سویټي» استعفا ورکولو سیاسي فشار زیات کړی دی.
(last modified 2026-02-09T22:08:27+00:00 )
Feb 10, 2026 02:32 Asia/Kabul
  • د بریتانیا د لومړي وزیر د استعفا کولو ګونګوسې زیاتې شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی د بریتانیا د لومړي وزیر «کیر اسټارمر» د استعفا د ورکولو ګونګوسې ډیرې شوي دي او د هغه سلاکار «مورګن میک سویټي» استعفا ورکولو سیاسي فشار زیات کړی دی.

د بریتانیا د کابینې ډیرو وزیرانو د لومړي وزیر کیر اسټارمر ملاتړ کړی دی خو د سکاټ لینډ لیبر مشر «انس سرور» د لومړي وزیر د څنګ ته کیدا غوښتنه کړې ده.

د امریکا د جنسي قاچاقبر «جیفرې ایپسټین » د جنسي دوسیو له ایشوا کیدا وروسته د بریتانیا په سیاست کښې نوی کړکیچ رامینځته شوی دی.

له پخواني سفیر پیټر مینډلسن سره د جیفرې ایپسټین د اړیکو له ایشوا کیدا وروسته دغه کړکیچ نور هم زیات شوی دی.

د ویلو ده چې د امریکا میلیارډر جنسي قاچاقبر جیفرې ایپسټین د دنیا له مهمو مشرانو لکه د امریکا له پخواني ولسمشر بیل کلینټن، اوسني ولسمشر ډونالډ ټرامپ ، د مایکرو سافټ مشر بیل ګیتس،  سپیس ایکس شرکت له مشر ایلان ماسک وغیره وغیره سره ډیرې نږدې اړیکې لرلي او دغو کسانو د ایپسټین په جزیره کښې په کم عمره انجلیو ډیرې جنسي تیري کړي دي او اوس یې ټولې دوسیې رابیرسره شوي دي.