ماته غوږ شئ ۱۴(په افغانستان کې د امریکا د جنایتونو روایت)
د افغانستان د خلکو د سختو ورځو روایت؛ داسې خلک چې د امریکا د پوځیانو د شتون په درنې سیوري کښې یې په کړاو، ویرې او د خپلو خپلوانو په نشتون سره ژوند وکړ.
په تیرو لسیزو کښې امریکا په ځلونو د نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کښې خپل شتون او لاسوهنې د ازادۍ د دفاع، د ډیموکراسۍ د پراخولو ، له بشري حقوقو د ملاتړ او له ترهګرۍ سره د مبارزې په شان په شعارونو سره توجیه کړې دي.
له لاتیني امریکا رانیولې تر لویدیځې اسیا پورې، له افریقا رانیولې تر مرکزي اسیا پورې، تل دغه ادعا مطرح شوې ده چې د امریکا د دغو لاسوهنو هدف امنیت، ثبات او ښه راتلونکي ته د رسیدا لپاره له ملتونو سره مرسته کول دي.
خو د ډیرو هیوادونو تجربې ښودنه کوي د دغو شعارونو او د هغه څه ترمینځ چې خلکو په عمل کښې تجربه کړي دي ژور واټن شته.
اوسمهاله تاریخ له داسې بیلګو څخه ډک دی چې پکښې بهرنۍ لاسوهنه د کړکیچونو د ختمولو پرځاې په خپله د نویو کړکیچونو د رامینځته کیدا په عامل بدله شوې ده.
په دوې کښې په ډیرو هیوادنو کښې د جنګونو او د پوځي عملیاتو نتیجه د ارامښت ټینګیدل نه بلکې د ښارونو د ورانیدا، د بیخ بنایانو د تباه کیدا، د ناامنۍ د زیاتیدا د میلیونونو کسانو په زوره د کډوالیدا او د زرګونو ملکي وګړو د وژل کیدا سبب شوې ده.
دغه واقعیت د ازادۍ، د ډیموکراسۍ او د بشري حقوقو په زمینه کښې د امریکا د شعارونو د عملي کارنامې په اړه جدي پوښتنې مطرح کوي.
د ازادۍ او د بشري حقوقو په شان شعارونه هغه وخت معنا پیدا کوي چې د خلکو امنیت، کرامت او د ژوند حق وساتل شي.
خو د هغه کورنۍ لپاره چې کور یې په جنګ کښې وران شوی او هغه ماشوم چې پلار یا مور یې وژل شوي او هغه خلک چې کلونه کلونه یې په په ویره او ناامنۍ کښې ژوند کړی دی دغه مفاهیم نور یوازې په سیاسي بیانیو کښې اصطلاحات نه دي؛ بلکې د کړاو، کډوالۍ او د فقدان په تریخ حقیقت سره سنجول کیږي.
افغانستان د دغه تجربې یوه تر ټولو روښانه بیلګه ده.
کلونه کلونه مخکې امریکا له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنیت د رامینځته کولو ، د افغانستان د بیا رغولو او د یوه ډیموکراټیک نظم د رامینځته کولو په شعارونو سره په افغانستان کښې پراخ پوځي شتون پیل کړ؛ داسې شتون چې تر ډیرو کلونو پورې یې دوام وکړ.
سره له دې د سیاسي بدلونونو په څنګ کښې د افغانستان په میلیونونو ښاریزو ډیرې کلونه د چاودنو، د پوځي بریدونو، ناامنۍ، بې وژلۍ ، کډوالو او د خپلو خپلوانو په وژل کیدا سره تیر کړل.
د افغانستان د ډیرو خلکو لپاره هغه څه چې د دغو کلونو په اړه د خلکو په ذهن کښې پاتې دي د ازادۍ او د ډیموکراسۍ ژمنې نه بلکې د جنګ ، د بمباریو، د ورانو کورونو ، د یتیمو ماشومانو او د هغو کورنیو چې د سیاسي او د پوځي فیصلو درنه بیه یې ورکړې ده ترخې خاطرې دي.
()
ما ته غوږ شئ د پروګرام په ننۍ برخه کښې یوځل بیا افغانستان ته ورستنیږو؛ داسې هیواد چې کلونه کلونه د امریکا د پوځي شتون کتونکی و.
دا ځل هم د یوه بل عیني کتونکي یو روایت اورو؛ د یوه داسې انسان روایت چې جنګ یې په کورونو، کورنیو او ورځنیز ژوند کښې تجربه کړی دی ؛ داسې روایت چې کولای شي د امریکا د شعارونو او د میداني واقعیتونو ترمینځ د واټن لا روښانه انځور وړاندې کړي.
()
ګرانو دوستانو ما ته غوږ شئ د پروګرام په ننۍ برخه کښې یوځل بیا افغانستان ته ورځو؛ داسې هیواد چې کلونه کلونه یې د امریکا پوځي شتون له ترهګرۍ سره د مبارزې، د امنیت د ټینګیدا، د ډیموکراسۍ د پراخولو او له بشري حقوقو د دفاع په شان له ژمنو سره تجربه کړ.
خو هغه څه چې د افغانستان د ښاریزو په حافظې کښې پاتې دي له دې زیات چې د دغو شعارونو یادونکي ووسي د جنګ، د ناامنۍ، ورانۍ، د کډوالۍ او د خپلو خپلوانو د وژل کیدا خاطرې دي.
په نني پروګرام کښې به د دغو کلونو په هکله د یوه بل عیني کتونکي یو روایت واورئ؛ داسې روایت چې د افغانستان د اوسمهاله تاریخ یوه برخه یې په سیاسي شننو او خبري راپورونو کښې نه بلکې د خپل ژوند په متن کښې تجربه کړې ده.
زمونږ ننی روایت په افغانستان کښې د پکتیا ولایت د یوې وسیدونکې میرمن مریم له خولې اورو؛ داسې ښځه چې تراوسه د کلونو کلونو په تیریدا سره د هغه شپې خاطره چې د هغې د کورنۍ ژوند یې د تل لپاره بدل کړ نه ده هیره کړې.
میرمن مریم وايي هغه شپه هیڅ چا داسې فکر نه کاوه هغه کور چې د کورنۍ د غړیو د راغونډیدا ځاې و څو ساعته وروسته د مرګ او د غم په یوې صحنې باندې بدل شي.
میرمن مریم وايي: هغه شپه هر څه عادي وو.
د کورنۍ غړي او د هغوې څو خپلوان یوځاې راغونډ شوي وو.
ښځې په یوه کوټه ګښې له یوبل سره په خبرو بوختې وې او ماشومانو د هغوې په خواکښې لوبې کولې.
د خطر هیڅ نښه نښانه نه وه او ټولو فکر کاوه چې یوه ارامه شپه مخ ته لري.
()
میرمن مریم وايي د شپې چوپتیا ناڅاپه د امریکا د پوځي ځواکونو کور ته په ننوتلو سره ماته شوه؛ داسې ځواکونه چې له هیڅ مخکې خبرداري پرته کور ته راننوتل او په لنډه موده کښې یې د کور ارامه فضا د وحشت او ویرې په یوې فضا بدله کړه.
میرمن مریم وايي:
هر څه په یوه شیبه کښې وشول.
ډزې پیل شوې او د کورنۍ غړیو په ویرې سره یوې خوا ته پناه یوړه.
کله چې ډزې بند شوې، نو پوه شو چې کوم ډول غمیزه رامینځته شوې ده.
د کورنۍ څو غړي په ځمکه پراته وو او هیڅ حرکت یې نه کاوه.»
میرمن مریم په ډیر غم سره د هغه شپې د وژل شویو کسانو یادونه کوي او وايي په وژل شویو کسانو کښې داسې ښځې هم وې چې له پوځي جنګونو سره یې هیڅ ارتباط نه درلود او یوازې له خپلو کورنیو سره ناستې وې.
میرمن مریم زیاتوي:
په وژل شویو ښځو کښې دوې(۲) اومیندوارې میرمنې هم وې.
له دغو میرمنو سره نه په لاسونو کښې وسلې وي او نه د چا لپاره کوم ګواښ و.
د دغو ښځو یوازنی جرم دا و چې هغه شپه په خپل کور کښې ناستې وې.
مریم وايي د هغو کورنیو چې په یوه شیبه کښې یې مور ووژل شوه او هم د هغه ماشوم چې تراوسه نه وی زیږیدلی درد نشي بیانولای.
()
خو هغه څه چې دغه پیښه یې د وژل شویو کسانو د خپلوانو لپاره لا پسې ترخه کړه، یوازې د ملکي وګړو وژل نه وو.
میرمن مریم وايي د دغو پوځي عملیاتو له ختمیدا وروسته داسې پیښې رامینځته شوې چې د دغه پیښې زخم یې نور هم پسې ژور کړ.
مریم وايي:
وروسته هغو کسانو چې د پيښې په ځاې کښې موجود وو ویل د امریکا ځواکونو هڅه وکړه د مړو کسانو په بدنونو باندې د ډزو نښې له مینځه یوسي.
د امریکا پوځیانو د وژل شویو کسانو له بدنونو څخه د ټوپک مرمې وویستلې.
کله مو چې دغه خبرې واوریدلې، نو محسوسه مو کړه حتی د هغه څه حقیقت چې زمونږ خپلوان ورسره مخ شوي وو هم ټاکل شوې ده پټ وساتل شي.»
د دغه پیښې په لومړیو ورځو کښې د امریکا پوځي چارواکو د افغانستان د دغو ښځو د وژلو مسوولیت رد کړ.
خو د وخت په تیریدا او د څیړنو د نتیجو په خپریدا سره بالاخره دغه خبره ومنل شوه چې دغه میرمنې د امریکا د ځواکونو د عملیاتو په وخت وژل شوي دي.
میرمن مریم زیاتوي:
کله چې د امریکا چارواکو اعتراف وکړ چې دغه ښځې د امریکا د پوځیانو په عملیاتو کښې وژل شوي دي تصور مو وکړ شاید عدالت اجرا شي او هغه کسان چې د دغه پیښې مسوول وو ځواب ویونکي ووسي خو دغه هیله هیڅکله پوره نشوه.»
()
له دغه شپې څخه وروسته کلونه کلونه تیر شول، خو د میرمن مریم په وینا د امریکا هیڅ پوځي چې په دغه وژله کښې یې رول درلود محاکمه نشو او د افغانستان د وژل شویو کورنیو هم د خپلو پوښتنو هیڅ ځواب ترلاسه نکړ.
مریم په بغض او غم سره وايي:
« زمونږ لپاره درد یوازې زمونږ د خپلوانو د وژل کیدا په وجه نه و؛ ستر درد دا و چې احساس مو وکړ زمونږ د خپلوانو ژوند هیڅ ارزښت نه درلود.
دوسیه وتړل شوه، خو غم هیڅکله ختم نشو.
مریم وايي هغه عدالت چې ټولو خلکو به یې خبره کوله ، هیڅکله زمونږ کلي ته را و نه سید.»
د میرمن مریم روایت یوازې په افغانستان کښې د امریکا د پوځي شتون له کلونو څخه د دغه هیواد د خلکو له لسګونو روایتونو څخه یوازی یو روایت دی؛ د داسې کورنیو روایت چې له ترهګرۍ سره د مبارزې ،د ازادۍ، د ډیموکراسۍ او د بشري حقوقو د شعارونو ترمینځ یې خپل خپلوان له لاسه ورکړل او د کلونو کلونو له تیریدا وروسته تراوسه د هغو ترخو شپو خاطره په ذهنونو کښې لري.