ورځپاڼو ته کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178970-ورځپاڼو_ته_کتنه
د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې په جرمني کې د ناوړه اقتصادي حالاتو د امله د پراخو ولسي مظاهرو په هکله راپور ورکړی دی.
(last modified 2026-09-28T10:37:16+00:00 )
Sep 28, 2026 15:05 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه

د تهران چاپ کیهان ورځپاڼې په جرمني کې د ناوړه اقتصادي حالاتو د امله د پراخو ولسي مظاهرو په هکله راپور ورکړی دی.

په راپور کې راغلی دي: په ټول جرمني کې زرګونو کسانو د دولت د ټولنیزې بودجې د کمولو د طرحې او د دغه هېواد د حکومت د ریاضتي سیاستونو پر ضد لاریونونه وکړل.

ورځپاڼه د اکونومیست په حواله زیاتوي: د جرمني لومړی وزیر فریدریش مرتس د دغه هېواد د تاریخ په تر ټولو کمزوري او متزلزل سیاسي وضعیت کې قرار لري. په وروستیو ټاکنو کې د ښي پال افراطي ګوند پر وړاندې د جرمني د واکمن ګوند سخته ماته ، د جرمني د خلکو په منځ کې د هغه د متزلزل سیاسي موقعیت څرګندونه کوي.

د دغه راپور له مخې، د جرمني لومړی وزیر چې تېر کال یې د اقتصاد د بیا راژوندي کولو په ژمنه واک ته ورسېد، اوس د رای‌ورکوونکو د ملاتړ په جلبولو کې له ستونزو سره مخ دی. د هغه سیاسي تېروتنو او د تقاعد، مالیاتو او روغتیايي نظام د جنجالي اصلاحاتو په اړه د خلکو نارضایتي هم زیاته شوې ده.

ورځپاڼه همداشان په یوه بل مطلب کې په انګلیس کې د هغې هوایي اډې ته څېرمه د موټربمونو د شنډولو خبر ورکوي چي له هغه ځایه د امریکا لوی بم اچوونکې تیارې د ایران په خلاف د عملیات لپاره پورته شوې وه.

کیهان لیکي: د انګلیس پولیسو د دغه هېواد په سوېل‌لوېدیځ کې، ولفورډ کلي ته څېرمه د یوې «سترې پېښې» له رامنځته کېدو او د سیمې د تخلیې خبر ورکړی دی. دا سیمه فرفورډ هوايي اډې ته نږدې ده، هغه اډه چې د امریکا د هوايي ځواک کوربه ده.

د ورځپاڼې په لیکنه د دویمې نړیوالې جګړې له ختمېدو وروسته په انګلیس کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسېدو پر ځای په تدریجي توګه دایمي شو او له ۱۹۴۸ کال راهیسې د امریکا بمبارو الوتکو په دغه هېواد کې خپل پوځي حضور ساتلی دی.

کیهان ورځپاڼه همداشان په یوه بل مطلب کې بیا د صهیونیست رژیم د مالیې د وزیر بزالل اسموټریچ وروستیو څرګندونو ته انعکاس ورکړي او لیکلي دي: د صهیونیستي وزیر نوې وړاندیز:  راځئ چې لوېدیځه غاړه د غزې له برخلیک سره مخ کړو!

ورځپاڼه زیاتوي د صهیونیستي رژیم د مالیې وزیر او فاشیست سیاستوال په ویاړ اعلان وکړ چې د لوېدیځې غاړې د ویجاړولو او هغه د یوې بلې غزې د بدلولو غوښتنه کوي! کیهان وړاندې لیکي: په زړورتیا ویلای شو چې صهیونیستان په نړۍ کې له هېڅ قوم، قبیلې، ګوند او ولس سره ورته نه دي. دغه ډله په ویاړ سره د خپل فاشیست‌والي اعلان کوي او لومړی وزیر یې په ملګرو ملتونو کې، د نړۍ د خلکو په وړاندې، د پیجر په پورته کولو سره په څرګندو ټکو ویلي چې د دغه کوچني وسیلې په لاسوهنې سره یې زرګونه لبنانیان وژلي یا یې معلول کړي دي.

رابه شو د تهران چاپ سیاست روز ورځپاڼې ته

دغه ورځپاڼه د یمن او سعودي تر مینځ وروستيو نښتو او د فرانسې د مداخلې په باب په یوه مطلب کې لیکي چي مکرون په ویښه خوبونه ویني.

سیاست روز  زیاتوي: هممهاله له دې سره چې یمنیانو د سعودي ـ اماراتي اجیرانو له اشغال لاندې سیمو د آزادولو په برخه کې خپل پرمختګ چټک کړی او په داسې شرایطو کې چې حتی د مکې ائتلاف، چې پاکستان او ترکیه هم پکې شامل دي او له سعودي عربستان سره امنیتي ژمنې لري، د یمن پر وړاندې جګړې ته په مستقیم ډول له ننوتلو ډډه کړې، د پام وړ په یوه اقدام کې ځینو اروپايي هېوادونو په یمن کې د لا ډېرو وژنو په موخه  له سعودي عربستان څخه  د رسمي ملاتړ د زیاتولو خبر ورکړی دی.

ورځپاڼه وړاندې لیکي: له انګلستان وروسته، اوس د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د پنجشنبې په ورځ، د سپټمبر په ۲۴مه، په یوه ټلویزیوني مرکه کې اعلان وکړ چې دغه هېواد به د یمن د حوثیانو د بریدونو پر وړاندې د سعودي عربستان د یوه تیلي‌تاسیساتو د ساتنې لپاره خپل سرتېري او پوځي تجهیزات  سعودي ته واستوي.

سیاست روز زیاتوي: د فرانسې دغه اقدام په داسې حال کې ترسره کېږي چې په کور دننه، په ځانګړي ډول د انرژۍ د برابرولو په برخه کې د سخت اقتصادي بحران له امله، د خلکو اعتراضونه زیات شوي او ان ښايي د دغه هېواد لپاره سیاسي او امنیتي پایلې هم ولري، لوېدیځوال، چې د امریکايي ـ صهیونیستي لوبې په چوکاټ کې یې پر ایران د اقدام لاره غوره کړه، اوس د خپلې محاسبې د تېروتنې بیه پرې کوي او د هرمز تنګي تړل، چې ښايي باب‌المندب ته هم وغځېږي، د بحران لمنه یې دغو هېوادونو ته رسولی دی.

ورځپاڼه په پای کې لیکي: داسې ښکاري چې د پاریس مشران هم، لکه انګلیسان، د دې تصور له مخې دې جګړې ته داخل شوي چې سعودي عربستان او عربي هېوادونه به د انرژۍ له ډېرو سرچینو برخمن وي؛ په داسې حال کې چې د امریکا تجربه ښيي چې یوه سخته ماتې ورته په تمه ده

رابه شو د تهران چاپ جام جم ورځپاڼې ته

دغه ورځپاڼه لیکي چي په عراق کې د ال‌زیدي حکومت د ایران د هوايي محاصرې په تاییدولو سره د دغه هېواد د خلکو غوسه پارولې ده، د امریکا د خزانې وزارت وروستی اقدام، چې د ایران د هوايي شرکتونو پر هغو الوتنو یې بندیزونه لګولي چې د عراق هوايي ډګرونو ته ترسره کېږي، په عراق کې یې د ډیپلوماټیکو غبرګونونو، سیاسي اعتراضونو او د خلکو له لوري د پراخو سراسري اعتصابونو د ګواښونو څپه  پارولې ده.

جام جم زیاتوي: د عراق د لومړي وزیر رسنیز دفتر له امریکايي لوري سره د مستقیمو خبرو اترو خبر ورکړی، څو ځینې هوايي ډګرونه له دغه پرېکړې څخه مستثنا شي. دغه دفتر همدارنګه د کړکېچونو د کمولو پر اړتیا او د سیمې د ولسونو د ګټو د خوندي کولو لپاره د خبرو اترو مسیر ته د بېرته ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی.

ورځپاڼه لیکي: د ال‌زیدي حکومت د امریکا د یو اړخیزو بندیزونو په عملي منلو او د ایراني الوتنو په درولو سره، په عملي توګه د واشنګټن د فشارونو قرباني کړې او د میلیونونو زیارت کوونکو، ناروغانو او محصلانو ګټې یې له پامه غورځولې دي، همدارنګه، د سپینې ماڼۍ له دښمنانه سیاستونو سره دغه بیړه‌ناک ملګرتیا نه یوازې له شیعه ګاونډي هېواد سره تاریخي او ستراتیژیکې اړیکې کمزورې کوي، بلکې عراق یې د بهرنیو اشغالګرو قدرتونو په لاس کې پر یوې وسیلې بدل کړی دی.

جام جم یادونه کوي: په حقیقت کې، د ال‌زیدي حکومت د غیرقانوني بندیزونو پر وړاندې د درېدو او د خلکو له ګټو څخه د دفاع پر ځای، د تسلیمۍ لاره غوره کړې او اوس د عراق د خلګو د نارضایتۍ په پایله کې د معافیت د غوښتلو پر لور زارۍ کوي او خپله سیاسي کمزوري یې تر بل هر وخت لا څرګنده کړې ده.

راځو د افغانستان مطبوعاتو ته

د هشت صبح ورځپاڼه را اخلو

دغې ورځپاڼې یو مطلب خپور کړی دی چي په افغانستان کې د مذهبي ازادیو په هکله د خلګو ځینې نیوکو ته انعکاس ورکړی دی.

ورځپاڼه لیکي: یو شمېر هېوادوال وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د مذهبي ازادۍ په برخه کې محدودیتونه زیات شوي او د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو پر مذهبي مراسمو او دیني فعالیتونو یې اغېز کړی دی. دوی له طالبانو غواړي چې د ټولو مذهبونو پیروانو ته د خپلو مذهبي مراسمو د ترسره کولو زمینه برابره کړي.

هشت صبح زیاتوي: د شیعه او سني مذهبونو یو شمېر پیروان وايي، مذهبي ازادي یوازې د مراسمو تر ترسره کولو محدوده نه ده، بلکې خلک باید وکولای شي خپل دیني باورونه او مناسک هم له تبعیض او اضافي محدودیتونو پرته ترسره کړي.

ورځپاڼه په دوام کې لیکي: د کابل یو بل اوسېدونکی رستم وايي چې طالبانو د مذهبي ګډ ژوند د پیاوړتیا پر ځای پر ځینو مذهبي مراسمو او شعایرو محدودیتونه لګولي دي. د هغه په وینا، د دغو محدودیتونو دوام کولای شي د بېلابېلو مذهبونو د پیروانو پر اړیکو اغېز وکړي او د مذهبي اختلافاتو د زیاتېدو زمینه برابره کړي

هشت صبح یادونه کوي چي دا شکایتونه داسې مهال مطرح کېږي چې نړیوال راپورونه هم په افغانستان کې د مذهبي ازادۍ د محدودېدو خبر ورکوي.

رابه شو د افغانستان اطلاعات روز ورځپاڼې ته

دغه ورځپاڼه په یوه تحلیلي مطلب کې ویل شوي، د هزاره‌وو نسل‌وژنه د افغانستان په معاصر تاریخ کې له تر ټولو اوږدو او جدي تراژیدیو څخه ده. د مطلب له مخې، د ۱۸۹۰مې لسیزې په پېښو کې زرګونه هزاره‌وو خپل ژوند له لاسه ورکړ، ګڼ کسان په جبري ډول کډه شول، ځمکې یې غصب شوې او ښځې، نارینه او ماشومان په غلامۍ وپلورل شول.

مطلب زیاتوي، د هزاره‌وو پر وړاندې تاوتریخوالی یوازې په هغه دوره کې نه دی پاتې شوی، بلکې په بېلابېلو تاریخي پړاوونو کې د سیستماتیک تبعیض او هدفي بریدونو په بڼه دوام موندلی دی. په وروستیو کلونو کې د «نسل‌وژنې» اصطلاح د هزاره‌وو د نړیوالې عدالت‌غوښتنې مهمه برخه ګرځېدلې او په کاناډا، بریتانیا او استرالیا کې د دې موضوع په اړه یو شمېر رسمي او څېړنیز اقدامات شوي دي.

د لیکوال په باور، د هزاره‌وو د نسل‌وژنې د نړیوال رسمیت پېژندنې پر وړاندې درې مهمې ننګونې شته: د نړیوال بشري حقونو د نظام کمزوري کېدل، په افغانستان کې د هزاره‌وو د اوسني وضعیت او نړیوالې عدالت‌غوښتنې ترمنځ د توازن ستونزه، او د قربانیانو د یاد مراسمو د تکراري او تشریفاتي کېدو خطر.

مطلب وړاندیز کوي چې د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره باید د هزاره‌وو پر وړاندې د بشري حقونو د سرغړونو مستندسازي په علمي او حقوقي ډول پراخه شي، د هغوی د حقونو موضوع د افغانستان د بشري حقونو له عمومي بحث سره وتړل شي او له پوهنتونونو، څېړنیزو بنسټونو او نړیوالې ټولنې سره د مستندو او ارامو هڅو له لارې پراخ ائتلافونه جوړ شي.