د ایران او چین خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
(last modified Fri, 17 Dec 2021 01:08:48 GMT )
Dec 17, 2021 05:38 Asia/Kabul
  • د ایران او چین خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ایران او چین د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په ټیلیفوني خبرواترو کښې د دوه اړخیزو اړیکو، د ویانا د ایټمي مذاکرات د بهیر او د نړیوالو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.

حسین امیرعبداللهیان او وانګ یي په دغې ټیلیفوني اړیکې کښې د ویانا په ایټمي خبرواترو کښې د بیجنګ د حمایتي دریځ په قدرونې سره، د مذاکراتو بهیر په مجموعي توګه ښه وباله او په عین حال کښې یې په ویانا کښې د لویدیځو لورو د نوښت په نشتوالي باندې نیوکه وکړه.

په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د بیجنګ د ژمي د اولمپک د سفارتي بایکاټ په لړ کښې د امریکې او د ځینو لویدیځو حکومتونوکړچار وغنده او د دغه سپورټ ایونټ د کامیابې او ښې ترسره کیدنې څخه یې د ډاډ په څرګندولو سره، په یادو مهمو سیالیو کښې د ایران له لوبغاړو سره سره، د ایران د جګ پوړو چارواکو د شتون خبر هم ورکړ.

دواړو لورو د دوه اړخیزو مسائلو او هم داشان په نړیوال ډګر کښې د ګډو چارو په لړ کښې د تهران او بیجنګ ترمینځ د نزدې صلاح مشورو په دوام باندې ټینګار وکړ.

په دغو خبرواترو کښې د چین د بهرنیو چارو وزیر هم د دواړو هیوادونو اړیکې سټراټیجکې وبللې او د اړیکو لازیاتې پراختیا او ژورتیا ته یې د چین د حکومت د هوډ او ارادې خبر ورکړ.

وانګ یي هم داشان چین ته د ایران د خارجه وزیر راتلونکی سفر، د دواړو هیوادونو د ګډو اهدافو د پرمخ بیولو لپاره یو غنیمت فرصت وباله.

 

ټیګونه