حسېن امير عبداللهيان:
د بهروسې وړ موافقه ترلاسه کېدونکې ده
د ايران خارجه وزير وويل: که امريکه خپله سياسي فېصله وکړي او په خپلو ژمنو پابنده اوسي نو يوه ښه او د بهروسې وړ موافقه ترلاسه کېدونکې ده.
د اېرنا د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان نن په يو ټوئيټ کښې تهران ته د ويانا د خبرو اترو د غږملؤنکي انريکه مورا د سفر په اړه وليکل، د اروپائي اتحاديې د خارجه سياست له مشر جوزف بورل سره موافقه، تهران ته د انريکه مورا سفر او د ايران خارجه وزير له مرستيال علي قاقري کني سره خبرې اترې يو بل فرصت ؤ چې د ويانا د خبرو اترو د باقي پاتې موضوعاتو د هواري لپاره په نوښتونو باندې متمرکز شوو.
هغه په دوام کښې وليکل، تماسونه دوام لري.
د ايران اسلامي جمهوريت تاکيد کړے دے ، دې ته په پام سره چې امريکه هغه لورے دے چې د برجام اېټمي موافقې برجام خلاف ورزي يې کړې او ضروري ده چې د امريکې د ژمنو د اجرا راستي آزمائنه اوشي.
البته تهران ويلي دي چې دغې موافقې ته د امريکې د ستنېدو لپاره څه ټينګار او بيړه نه لري.