Jul 20, 2023 07:31 Asia/Kabul
  • د سردار سلیماني د ټرور په دوسیه کې د امریکا د جنایت د حقوقي تعقیبونې لپاره د ایران کلک هوډ

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د حقوقي چارو مرستیال ټینګار وکړ: د سردار سلیمانی په ټرورولو کې د امریکا د جنایت د حقوقي تعقیبونې لپاره ایران کلکه اراده لري. 

      د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواکونو قومندان جنرال قاسم سلیماني او د عراق د حشد الشعبي د ولسي سازمان مرستیال ابومهدی المهندس له خپلو ملګرو سره، د ۲۰۲۰ میلادي کال په جنورۍ میاشته کې د عراق د پلازمینې بغداد په هوایي ډګر کې د امریکا د ترهګرو ځواکونو له لورې شهیدان شول.

په حقوقي چارو کې د ایران د ولسمشر مرستیال محمد دهقان په عراق کې د یو شمېر حقوق پوهانو سره په کتنه کې وویل: په داسي حال کې چي امریکایان په سیمې او نړۍ کې د ټروریزم اصلي محور دي او لاسونه یې د ماشومانو او ښځو په ګډون د زرګونو بې ګناه انسانانو په وینو ککړ دي د بشري حقوقو ادعاوي کوي او په نورو هیوادونو باندې بندیزونه لګوي.     

  هغه زیاته کړه: د سردار سلیمانی د ټرور په دوسیه کې هره محکمه چي د دغه جنایت له غندلو ډډه وکړي، خپل اخلاقي او مسلکي صلاحیت به دلاسه ورکړي.    دهقان وویل: په لوېدیځه اسیا او په تېره بیا په عراق او افغانستان کې د امریکا ناوړه جنایات او د صهیونیست رژیم له توکم پاله او بشري ضد اقداماتو څخه د واشنګټن ملاتړ باید د ایران او عراق د حقوقي ټولنې له لورې په مختلفو سویو کې تعقیب کړای شي.

 

ټیګونه