Jul 03, 2024 11:23 Asia/Kabul
  • باقري: د امریکا له خوا د ایراني ملت  له بشري حقوقو سرغړونه په پرله پسې ډول دوام لري

پارس ټو ډی ـ د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د امریکا له خوا د ایران د یوې مسافر وړونکې الوتکې د ویشتلو د کلیزې په مناسبت وویل چې د امریکا له خوا د ایران د ملت له بشری حقوقو سرغړونې دوام لری.

له ننه  شپږ دېرش کاله وړاندې (د ۱۹۸۸م کال د جولای په دویمه نېټه) د ایران په یوه مسافر وړونکې الوتکه د وینسنس د جنګي بېړۍ د توغندي د ویشتلو له امله د ۶۶ ماشومانو او ۵۳ ښځو په ګډون ټول ۲۹۰ تنه مسافر شهیدان شول.

 د پارس ټوډې د راپور له مخې د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر علی باقری کنی په ایکس چینل کښې په یو پیغام کښې وویل د امریکا لخوا د ایران د ولس د بشری حقوقو خلاف ورزۍ  د ظالمانه بایکاټونو په شمول په مختلفو شکلونو دوام لری.

باقري په دې خبرې سره چې نن سبا په غزې کښې د امریکا او صهیونیسټي رژیم په چلند کښې د امریکې د بشري حقوقو معنا ټولو ته څرګنده ده او زیاته یې کړه نن په فلسطین کښې د نیواکګر قدس رژیم له جنایتونو د امریکا هر اړخیز ملاتړ یوه بله خونړۍ پاڼه ده. د نسل وژنې او قتل عام په برخه کې د متحده ایالاتو د مشرانو د جنایتونو له کتاب د قحطۍ، نیواک او تباهۍ مسله ګڼل کیږي.

 

د ایران د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وویل د نړۍ په مختلفو سیمو کښې د امریکا غیر قانونی لاسوهنې دغه هیواد په نړۍ کښې د بشری حقوقوپه  سترو سرغړونکو  بدل کړی دی. د صهيونېسټ رژيم د نسل وژنې او جنايتونو لپاره يو اړخيز اقدامات او له بنديزونو استفاده او هراړخيزه او بې شرطه ملاتړ د بشري حقوقو په خلاف تر ټولو ناوړه عملونه دي چې امريکا تر اوسه کړي دي.

باقري تاکيد وکړ د ايران اسلامي جمهوريت د دغو جنايتونو په وړاندې ټينګ ولاړ او له   دغو ټولو فشارونو سره سره  غوړیدلې دې .

 

ټیګونه