Jul 03, 2024 12:16 Asia/Kabul
  • ایران په نړۍ کې د غړیو د پیوند له یوه  مهمو قطبونو دی

پارس ټو ډی – د ایران د روغتیا، درملنې او طبي زده کړو وزارت چارواکي وویل: د ایران اسلامي جمهوریت دغړیو د انتقال په برخه کې مخکښ دی .

په ۲۰۲۳ کال کې د وروستیو احصایو له مخې په ایران کې  له ۱۱۲۱ تنو سره  د بدن د غړیو مرسته شوې ده. د ایران د روغتیا د وزارت د طبي چارو د څارنې او اعتبار ورکولو د مرکز مشر سیدهاشم دریاباري وویل  په دغه هیواد کښې د پښتورګو د ترانسپلانټ ۲۸ مرکزونه، ۱۳ د ځګر د انتقال مرکزونه او ۱۰ د زړه د انتقال مرکزونه شتون لري. په ایران کې د سږو د ترانسپلانټ 3 مرکزونه، او د پانقراس د انتقال 5 مرکزونه، د وړو کولمو د انتقال مرکز او 22 د نسجونو او عضوي تدارکاتو مرکزونه شتون لري.

دریاباري وویل چې اوس مهال په ایران کې ۱۱۰۰ روغتونونه او ۱۶۵ زره بسترونه شتون لري. همدارنګه ۶۰ زره متخصص ډاکټران، ۹۰ زره عمومي ډاکټران او ۳۳ زره طبي مرکزونه خلکو ته خدمت کوي.

د ایران د روغتیا، طب او طبی زده کړو د وزارت چارواکی همدراز  د سرطان د ناروغۍ د مدیریت د جامع پروګرام په اړه څرګنده کړه او ویې ویل، اوس مهال په ایران کې ۲۹۰ طبی مرکزونه نړیوالو ناروغانو ته خدمات وړاندې کوی، چې ۵۶ سلنه یې خصوصي او ۴۴ سلنه یې دولتي مرکزونه دي.

 

درياباري دې ته په اشارې سره چې په ايران کې د شنډتوب د درملنې بېلابېلې لارې چارې ترسره کېږي او په دې برخه کې روغتيايي سيلانيانو ته د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يو مثبت ټکی کېداى شي.

د روغتیا وزارت د طبي چارو د څارنې او اعتبار ورکولو د مرکز مشر له اصلي هیواد ه  د قانوني مقاماتو له لارې د ناروغانو په تبادلې باندې په ټینګار سره زیاته کړه: تیر کال څه دپاسه یو میلیون او ۸۰۰ زره روغتیا پالانو له دغه هیواد ه  لیدنه کړې ده. ایران ته د طبي خدماتو د ترلاسه کولو لپاره او په مرکزونو کې د درملنې لپاره منل شوي.

 

ټیګونه