ایران شخړه نه غواړي
(last modified Mon, 11 Mar 2019 03:23:32 GMT )
Mar 11, 2019 07:53 Asia/Kabul
  • ایران شخړه نه غواړي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د عربستان په شمول د سیمې له هیڅ کوم هیواد سره د لانجې په لټه کښې نه دی.

محمد جواد ظریف پرون په هغه خبري غونډه کښې چې د بغداد په دار الضیافه کښې د دوي د پاتې کیدو په ځاې کښې د یوشمیر عراقي رسنیو په غوښتنه جوړه شوه، ریاض ته یې د خپل سفر د احتمال په هکله وویل: عربستان ته د تګ کوم پروګرام نه لرم خو د داشان سفرونو له اصل سره مشکل هم نه لرم ځکه چې ایران له ریاض سره د کشالې تکل نه کوي بلکې دا سعودیان دي چې په سیمه کښې لانجې جوړوي.

ظریف هم داشان په دې خبرې سره چې امریکا د قانون ماتونکې ده، وویل: واشنګټن نه یوازې د نړیوالو قوانینو خلاف ورزي کوي بلکې غواړي نور هیوادونه هم د نړیوالو قوانینو خلاف ورزۍ ته مجبور کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د نړیوالو قوانیو په خلاف ورزۍ او په هغو باندې د پابندۍ په وجه د نورو هیوادونو د سزا کولو په لړ کښې د امریکې دا کړنلاره یوه خطرناکه دسیسه وبلله.

ظریف هیله وښودله، لکه څنګه چې عراق او اروپايي اتحادیه د امریکې د قانون ماتونو په وړاندې دریدلي دي، نور هیوادونه هم د امریکې د ظالمانه او یواړخیزو بندیزونو په وړاندې ودریږي.

 

ټیګونه