ايران تل د افغانستان له حکومت او ملت سره د مرستې په تکل کښې دے
(last modified Sun, 17 Mar 2019 01:45:40 GMT )
Mar 17, 2019 06:15 Asia/Kabul
  • ايران تل د افغانستان له حکومت او ملت سره د مرستې په تکل کښې دے

د ايران خارجه وزير وويل، ايران تل له افغان حکومت اوملت سره د مرستې په تکل کښې دے.

د خارجه وزارت د رسانه اي ډېپلومېسۍ د عمومي ادارې د رپوټ له مخې د ايران خارجه وزير محمد جواد ظريف پرون د صلحې په چارو کښې د افغان ولسمشر د استازي محمد عمر دوادزي په کتنه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې پکار دي په ټولو چاروکښې افغان ولس وروستے نظر اعلان کړي زياته کړه، افغان حکومت د دغه هېواد د ولس د نمائندپه توګه فېصله کونکےدے.

داودزي هم د افغانستان په اړه د ايران له زړۀ سواندو او مثبتو دريځونو څخه په قدرونې سره په افغانستان کښې د صلحې د خبرو اترو وروستي بدلونونه بيان کړل.

داودزي تاکيد وکړ، په افغانستان کښې پکار دي د صلحې خبرې اترې پکار دي د دغه هېواد د حکومت لخوا ترسره شي.

 

ټیګونه