ظریف او لاوروف د وینزویلا حالات وڅیړل
Mar 19, 2019 15:55 Asia/Kabul
د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو نن په ټیلیفوني خبرو کښې د وینزویلا د وروستیو بدلونونو په هکله د نظر تبادله وکړه.
ایرنا د روسیې د خارجه وزارت په حواله خبر ورکړی چې د ایران له خوا په شوي دغه ټیلیفون کښې محمد جواد ظریف او سرګئي لاوروف د کاراکاس د وروستیو حالاتو جاج واخیسته.
د ایران او روسیې خارجه وزیرانو په ټیلیفوني خبرو کښې موافقه وکړه چې په وینزویلا کښې د حالاتو له ښه کیدو سره د مرستې په موخه یوې ګډې هوکړې ته د رسیدو، د صلحې د ټینګښت او د ټولنیزو او اقتصادي مسائلو د هواري لپاره نړیوالو هلوځلو سره مرسته وکړي.
محمد جواد ظریف او سرګئي لاوروف په دغو ټیلیفوني خبرو کښې هم داشان د دوه اړخیزو اړیکو په هکله هم د تظر تبادله وکړه.