د ظريف ټوئيټ: د ايران ملت به ټرمپ ته تسليم نه شي
(last modified Mon, 01 Apr 2019 09:19:37 GMT )
Apr 01, 2019 13:49 Asia/Kabul
  • د ظريف ټوئيټ: د ايران ملت به ټرمپ ته تسليم نه شي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير د امريکې د ايران مخالفواقداماتو په ردعمل کښې وويل: ايرانيان به هيڅکله د امريکې دباونو ته غاړه کېږندي.

محمد جواد ظريف د ايتوار په ورځ په خپله ټوئيټر پاڼه کښې په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران په وړاندې د امريکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سياستونو ماتې خوړلې ده،وليکل: ټرمپ په هرې ناڅه حربې لاس پورې کوي چې د ايران په وړاندې خپل ماتې خوړلےسياست کامياب وښئ.

ټرمپ په خپله نوې نظر څرګندونه کښې وړمه ورځ په خپله ټوئيټر پاڼه کښې له برجام اېټمي موافقې څخه د امريکې وتنه د دغه هېواد د بهرني سياست لپاره کاميابي وبلله. ډونالډ ټرمپ له برجامه د امريکې په وتلوسره کوشش وکړ چې د ايران د ملت په خلاف سياسي او اقتصادي دباونه لا زيات کړي خو په دې لاره کښې يې څه کاميابي ترلاسه نه کړه.

تاريخي تجربې په ښه توګه ثابته کړې ده، چې د ايران ملت به دامريکې د دباونو په زياتېدو سره هيڅکله دغه هېواد ته تسليم نه شي او په دې لړ کښې به د امريکې د مخکښېنيو ولسمشرانو د ماتې خوړلو کارنامه ټرمپ ته ورزده کړي چې ايرانيان هيڅکله دباونوته سر نه ټيټوي.

په تېرو څلوېښتو کلونو کښې په امريکه کښې مختلفو حکومتونو د ايران د ملت په خلاف هر ډول سياسي او اقتصادي دباونه عملي کړل خو د دغه زورويونکي سياست نتيجه په مختلفوډګرونو کښې د ايران د اسلامي جمهوريت لا توانمنېدل او او د خلقو لا زيات يووالے ؤ او دے.

خو د ټرمپ د دغه اقدام په نتيجه کښې د هغه له يواړخيزو چلندونوسره د نړيوالې ټولنې مخالفت هم لا زيات شوے او دغه هېواد په نړيوال ډګر کښې له مخکې نه له زيات ګوښه کېدو سره مخامخ شوےدے. همدارنګ په ايران باندې د دباونو د زياتولولپاره له برجامه په وتلوسره نړيوالو قوانينو او موافقوته د ټرمپ بې پامي د امريکائي ټولنوله مخالفت سره مخامخ شوې ده.

په همدې زمينه کښې د امريکې مخکښينی خارجه وزير جان کيري د ايران په خلاف د ډونالډ ټرمپ او د هغه د انډيوالانو د سرزورو سياستونو په باره کښې خبردارے ورکړے  دے.

د امريکې فکري مرکز بروکينګز هم د تېر خالي په ورځ اعتراف وکړ چې د امريکې د غوښتنو په وړاندې د ايران د تسليمولو لپاره د ټرمپ د حکومت پالېسۍ ماتې خوړلې ده.

د ايران د اسلامي انقلاب څلوېښت کلن تاريخ ګواهي ورکوي چې هر ځل چې امريکې خپله زوروينه زياته کړې ده،د ايران د خلقو مقاومت هم لا زيات شوے دے. او د امريکې سټراټيجي يې له ماتې سره مخامخه کړې ده. اوس هم له برجامه دامريکې وتل او د ايران په ملت باندې د دغه هېواد د دباونو زياتېدل به سپينه ماڼۍ خپلو اهدافو ته ونه رسوي.

ډونالډ ټرمپ په داسې حالاتو کښې له برجامه د امريکې وتل د ځان لپاره يوه کاميابي بولي چې د ايران اسلامي جمهوريت د ټرمپ په دې اقدام سره لا زيات متحد او مستحکم شوے او نړيواله ټولنه هم له امريکې څخه لرې شوې ده.

----------

 

ټیګونه