ظريف: اروپايان د ټرمپ د رضايت د حاصلولو کوشش کوي
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا په ايران باندې د دباونو د زياتولو لپاره د اروپايانو په کوشش باندې په نيوکې سره وويل، له برجام اېټمي موافقې څخه د امريکې د وتلو باوجود اروپايان د امريکې له اقتصادي ترهه ګرۍ سره د مقابلې په ځاےد دغه هېواد د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رضايت حاصلولو کوشش کوي.
د ايرنا د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف د توغنده اي پروګرام په بهانه د ملګرو ملتو له لارې په ايران باندې د لا زيات دباو راوړلو لپاره د جرمني، فرانسې او برطانيې درې هېوادونو کوششونو ته په اشارې سره وويل، له برجام اېټمي موافقې څخه د امريکې له غېر قانوني وتلو څخه د يو کال تېرېدو باوجود وس نه لري چې حتی د بشر دوستانه مرستو لپاره د يو بېنکي چېنل په جوړولو سره د امريکې اقتصادي ترهه ګري له مشکل سره مخامخولو لپاره سياسي اراده عملي کړي.
د برطانيې، فرانسې او جرمني استازيو وړمه ورځ په ملګرو ملتو کښې د دغې ادارې مشر آنتونيو ګوترش ته په يو ليک کښې د ايران دفاعي توغنده اي پروګرام په خپل اند د 2231 پرېکړليک خلاف ورزي وبلله او په ايران باندې د لا زيات دباو راوړلو غوښتنه يې وکړه.د دغو درې واړو هېوادونو دغه ادعا په داسې حال کښې ده چې په 2231 پرېکړليک کښې د ايران توغنده اي پروګرام ته هيڅ اشاره نه ده شوې.