ظريف: د «سپاه پاسداران» ترهه ګر بلل نتنياهو ته د امريکې انتخاباتي ډالۍ وه
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ترهه ګر اعلانولو کښې د امريکې وروستے اقدام د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم ته يوه ډالۍ او يوه خطرناکه ماجرا لټونه وبلله.
د مهر خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد جواد ظريف په خپل يو ټوئيټ کښې د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر په خلاف د امريکې اقدام نتنياهو ته يوه بله ګمراه کونکې انتخاباتي ډالۍ او په سيمه کښې يوه بله خطر ناک ماجرا لټونه وبلله.
په برطانيې کښې د ايران سفير هم بېګا د سپاه پاسداران په خلاف د امريکې د غليمانه اقدام په ردعمل کښې وليکل، ټرمپ د يوې ترهه ګرې ډلې په توګه د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران په اعلانولو سره ټرمپ يوه ډېره احمقانه فېصله وکړه.
د امريکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون په يوې بيانيه کښې چې سپينې ماڼۍ خپره کړه، څرګنده کړه، د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر يې د امريکې د ترهه ګرو ډلو په لېسټ کښې راوستے دے.
د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر په سيمه کښې د امريکې ترملاتړ لاندې ترهه ګرو سره په مبارزه کښې بنيادي رول لري چې دا چاره په هيڅ وجه د ټرمپ له مزاج سره سمون نه خوري.