Apr 23, 2020 07:37 Asia/Kabul
  • له نور سپوږمکۍ څخه سګنلې ترلاسه شوې

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د دافع هوا ځواک قومندان د ایران د ګڼو موخو لپاره کارول کیدونکې سپوږمکۍ بریمنې توغول کیدو ته په اشارې سره وویل: د نور سپوږمکۍ له توغول کیدو وروسته په ابتدايي دقیقو کښې د زاهدان او چابهار له سټیشنونو څخه سګنلونه ترلاسه شول.

د ایران د اسلامي جمهوریت د وړومبنۍ پوځي سپوږمکۍ په توګه د (نور) په نامه سټیلایټ پرون سهار د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران له خوا د ایران له مرکزي دښتې څخه د (قاصد) درې پړاویز راکټ په ذریعه وتوغول شو او د ځمکې په ۴۲۵ کیلومیټري مدار کښې راغی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د هوافضا ځواک قومندان جنرال امیر علي حاجي زاده په یوه مرکه کښې وویل: د نور سپوږمکۍ سګنل ۹۰ دقیقې وورسته او د ځمکې چاپیره په څرخیدو سره یوځل بیا د ایران په شمال لویدیځ کښې ترلاسه شو.

هغه زیاته کړه چې د ځمکۍ او سپوږمکۍ له کیمرو څخه رارسیدلي تصویرونه د سپوږمکۍ د جلا کیدو او د هغې د مختلفو مرحلو د روښانه کیدو ښودنه کوي.

ښاغلي حاجي زاده یادونه وکړه چې د ایران اسلامي جمهوریت دا توان لري چې د هیواد له هرې سیمې څخه او د خپلې خوښې په وخت سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کښې راولي.

ټیګونه