محمد باقر قالیباف د ایران د اسلامي شورا د رئیس په توګه وټاکل شو
.محمد باقر قالیباف د ایران د اسلامي شورا د یوولسمي دورې د اولي اجلاسیې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی.
زموږ د خبریال د راپور سره سم، د ایران د اسلامي شورا د یوولسمي دورې استازو په یوه علني ناسته کې په ۲۳۰ مثبتو رایو سره محمد باقر قالیباف د یوولسمي دورې د اولي اجلاسیې د رئیس په توګه ټاکلی دی.
سید مصطفی آقا میرسلیم او فریدون عباسی چي د اسلامي شورا د ریاست د کرسۍ لپاره نوماندان شوي وه په ترتیب سره ۱۲ او ۱۷ مثبتي رایې تر لاسه کړي دي.
سید امیر حسین قاضي زاده د اول او علی نیکزاد هم د اسلامي شورا د دوهم مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.
د ایران د اسلامي شورا د یوولسمي دورې انتخابات د ۲۹۰ استازو د ټاکلو لپاره په ۲۰۸ ټاکنیزو حوزو کې د فبرورۍ په یویشتمه کې تر سره شو چي تر ۲۴ میلیون او ۵۰۰ زره زیاتو کسانو په کښې برخه اخیستې وه.
له ۲۰۸ ټاکنیزو حوزو څخه د ۱۹۷ حوزو د نوماندانو برخلیک په هم هغه اوله دوره کې معلوم شو خو په ۱۱ ټاکنیزو حوزو کې انتخابات دوهم پړاو ته لاړ، له دغو ۱۱ ټاکنیزو حوزو د استازو د ټاکلو لپاره به ټاکنې د روان کال د سپټمبر د میاشتې پر ۱۱ تر سره شي.
د خبر پای/.