د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر دفتر:
د وسله ایزو بندیزونو ختمېدا د برجام د مهمو ژمنو څخه دي
د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر د دفتر رئیس وویل: پر ایران د دفاعي سازو سامان د پېر او پلور د بندیز ختمېدا د برجام د نړیوالي موافقې د مهمو ژمنو څخه دي.
د ایران د ولسمشر د دفتر رئیس محمود واعظی په یو ټوییټ کې وویل: پر ایران باندې د د فاعي سازو سامان د پېر او پلور د بندیز د غزولو په موخه د امریکا هلي ځلې او د امنیت پر شورا باندې د دغي فیصلې د ټبلو لپاره د امریکا هڅې د نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې راځي او د امنیت د شورا د غړو د خپلواکۍ او د سیاسي ارادې د سپکاوی په معنا ده.
واعظي ټینګار وکړ چي د امریکا د تخریبي فعالیتونو په وړاندې د برجام د موافقې څخه ساتنه د ۴+۱ د هیوادونو مسئولیت دی او پر ایران باندې د دفاعي سازو سامان د پېر او د پلور د بندیز ختمېدا د برجام د مهمو ژمنو څخه دي چي بې له هغه د برجام موافقه دوام نه شي موندلای.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د ۲۲۳۱ د پرېکړه لیک او د برجام د موافقې سره سره امریکا هڅه کوي چي پر ایران باندې د دفاعي سازو سامان د بندیزونو د ختمېدو مخه ډب کړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د یاد شوی پرېکړه لیک پر بنیاد پر ایران باندې لګول شوي وسله ایز بندیزونه د ۲۰۲۰ میلادي کال د اکټوبر د میاشتې پر ۱۸ نیټه ختمیږي.
د خبر پای/.