Oct 04, 2020 11:01 Asia/Kabul
  • د عراق له ولسمشر سره په بغداد کښې د ايران د سفير صلاح مشورې

په بغداد کښې د ايران د اسلامي جمهوريت سفير ايرج مسجدي پرون د عراق له ولسمشر برهم صالح سره کتنه وکړه.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې ايرج مسجدي او برهم صالح په دغه کتنه کښې د دوو اړخيزو تعلاقتو او په عراق کښې د وروستيو بدلونونو او احالاتو په اړه صلاح مشورې وکړې.

د هغې بيانيې له مخې چې د عراق د ولسمشرۍ له دفتره صادره شوه دواړو خواو په دغه کتنه کښې تاکيد وکړ، « په عراق کښې قراري او د سيمې له بحرانونو څخه وتل د ودې او ترقۍ د فرصتونو په لوري د حرکت او صلحې د ټينګښت لپاره مهمه چاره ده.»

 

ټیګونه