Mar 22, 2021 16:06 Asia/Kabul
  • په داخلي او بهرني ډګرونو کې د ټاکنو د اهمیت په اړه د رهبری د ستر مقام لیدلورۍ

د اسلامي انقلاب معظم رهبر په ایران کې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اهمیت باندې په ټینګار سره وفرمایل چي له ښور او جوښ نه ډکې ټاکنې د ایران د داخلي او بهرني اقتدار د لا پیاوړي کېدو سبب ګرځي.

حضرت ایت الله خامنه ای په خپلو نوروزي ویناو کې چي د ټلویزیون له لاري خپرې شوې، وفرمایل: په داخلي اړخ کې ټاکنې په هیواد کې د یو نوښت ښودونکی دی، د خلګو په ګډون سره د هیواد په اجرایي اداره کې یو ډول نوښت رامینځ ته کیږي چي دا خپله یوه ډېره مهمه مساله ګڼل کیږي.

د اسلامي انقلاب ستر لارښود زیاته کړه: په بهرني ډګر کې ټاکنې بیا د خلګو د ګډون او د ملي اقتدار ښودنه کوي، د دفاعي سازو سامان په مهمتوب (اهمیت) کې هیڅ شک نه شته خو تر ټولو زیات اقتدار په ټاکنو کې د ولسونو له ګډون څخه لاس ته راتلای شي.

په راتلونکو دریو میاشتو کې به په ایران کې ولسمشریزي ټاکنې تر سره شي، ولسمشریزې ټاکنې د پارلماني او ولایتي ټاکنو په پرتله له دوه چنده اهمیت څخه برخور دی ځکه چي د هیواد اجرایې ادارې د چارو مدیریت په غاړه لري په تېره بیا په اقتصادي او د بهرنی سیاست په ډګرونو کې.

د هیواد د چارو د مدیریت تر ټولو مهمه او اغېز شیندونکی اېډرس جمهوري ریاست دی په همدې خاطر په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلګو پراخ ګډون برخلیک ټاکونکی او د اسلامي جمهوریت د نظام د مشروعیت تضمینوونکی بلل کیږي.

د ایران دښمنان د ولسمشریزو ټاکنو اهمیت ته په کتو سره تل هڅه کوي چي ټاکنې له اهمیت پرته وښیي او د خلګو په پراخ ګډون سترګې پټي کړي.

بې له شکه د څوارلسوه یم لمریز کال په ټاکنو کې د خلګو پراخ ګډون به د ایران د اقتدار د لا زیاتېدو سبب وګرځي، او تر ټولو اهم دا چي په ټاکنو کې د ولس ګډون په ایران کې خپل د برخلیک د ټاکلو په موخه تر سره کیږي.

د ټاکنو په هره دوره کې د خلګو پراخ حضور له اسلامي نظام څخه د هغوي د ملاتړ ښودنه کوي او همدغه ولسي ملاتړ دی چي ایران ته په بهرني او داخلي ډګرونو کې ځواک بخښلی دی.

په هره کچه چی له حکومت سره د خلګو ملتیا زیاته وي په همهغه اندازه د خپلواک ایران په وړاندې د دښمنانو دسیسې له ماتې سره مخامخیږي.

د اسلامي انقلاب ۴۲ کلنه تجربه ټولو ته روښانه ده چي هرکله ولس په ټاکنو کې له جوښه ډک حضور درلودلی دی د اسلامي جمهوریت نظام هم د ستونزو په وړاندې کامیابي او د ملي ګټو په تامینولو او د خلګو د غوښتنو په پوره کولو کې بریالیتوب تر لاسه کړی دی.

د ملی اقتدار او ځواک رامینځ ته کوونکی تر ټولو مهمه مولفه، ولسي ملاتړ دی، دغه ملاتړ نړیوالو ته دا ورښیي چي په ایران کې واک د ټاکنو له لاري تر لاسه کیږي او په روانه واکمنی کې هم د خلګو اراده او غوښتنې نغښتي دي.

په تېرو ۴۲ کلونو کې له سختو پړاونو څخه په کامیابۍ سره د وتلو منجمله په ایران باندې د بعث د یرغل په وړاندې د مقاومت، د امریکې د پراخ بندیزونو د زغم، د دښمنانو د بېلابېلو دسیسو د ښنډولو او د امریکې د زیات فشار سیاست ته د ماتي ورکولو جړي د اسلامي جمهوریت د نظام او د ولس په ملګتریا او یوزړه توب کې نغښتي دي.

د امریکې د مخکني ولسمشر ټرامپ د فشار سیاست ناکامېدا د ایران له حکومت سره د خلګو له ملګرتیا ثمره ده.

 د ټرامپ ادارې په تېرو څلورو کلونو کې هڅې وکړې چي د زیات فشار سیاست په چوکاټ کې د خلګو او د اسلامي نظام تر مینځ واټن رامینځ ته کړي لیکن له ماتي سره مخامخ شوه او له سپیني ماڼۍ څخه د ټرامپ د تلو سبب وګرځېده.

 

 

 

 

 

 

ټیګونه