-
شمخاني: د ایران ملي امنیت د هر ډول مداخلې په وړاندې سور خط دی
Jan 02, 2026 13:32د ایران د ملي دفاع شورا غړی، علی شمخاني، د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې په ایکس کې ولیکل: «هر لاس چې د بهانې په تور د ایران امنیت ته نږدې شي، مخکې له دې چې ورسېږي، د پښیمانه کوونکي ځواب سره به پرې ودرول شي.»
-
لاریجاني: د اعتراض کوونکو سوداګرو دریځ د تخریبي عناصرو څخه بېل دی
Jan 02, 2026 12:43د ایران د ملي امنیت عالي شورا سکرتر، علی لاریجاني، د امریکا د ولسمشر ټرمپ د مداخلې په اړه څرګنده کړه چې د اعتراض کوونکو سوداګرو دریځ د تخریبي عناصرو څخه جلا دی.
-
بقايي د ټرمپ د خبرو په غبرګون کې: ایرانیان د بهرنیو مداخلو ته هیڅ ډول اجازه نه ورکوي
Jan 02, 2026 12:41د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د امریکا د ولسمشر د مداخله کوونکو څرګندونو په غبرګون کې ټینګار وکړ: ایرانیان به د خپلو ستونزو د حل لپاره په خبرو اترو او تعامل کې یو بل سره، د بهرنیو مداخلو ته هیڅ ډول اجازه ورنکړي.
-
په هند کې د ایران سفیر: د چابهار بندر د تهران او نوي ډهلي د ستراتېژیکو همکاریو محور دی
Jan 02, 2026 12:24پارس ټوډی – په هند کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، د چابهار بندر د تهران او نوي ډهلي ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو اصلي محور وباله.
-
د سردار قاسم سلیماني لاره د مقاومت او د مظلوم د دفاع یوازینۍ لاره ده
Jan 02, 2026 01:46د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر د زړونو د سردار شهید جنرال قاسم سلیمانی د شهادت د کلیزې په مراسمو کې ټینګار وکړ چې د هغه د لارې دوام زمونږ د ټولو ملي او دیني دنده ده.
-
ولې امریکا خپل نړیوال مقام له لاسه ورکړ؟
Jan 01, 2026 10:05پارس ټوډې - وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې لیکلي: امریکا د ۲۱مې پیړۍ په لومړیو ۲۵ کلونو کې د ناسمې واکمنۍ، ګرانو جګړو او داخلي بحرانونو له امله خپل نړیوال مقام د پام وړ له لاسه ورکړی دی.
-
هر اقدام چې په یمن او سیمې کې د بېثباتۍاوناامنۍلامل کیږی،د منلو نه دی
Jan 01, 2026 01:26پارسټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې تهران هغه هر اقدام د منلو وړ نه ګڼي چې په یمن کې د بېثباتۍ د زیاتېدو او په سیمې کې د ناامنۍ سبب شي.
-
له بندیزونو سره سره، ۱۴۲ هېوادونو ته ایراني توکي صادر شوي دي
Jan 01, 2026 01:59پارسټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ، له یو اړخیزو او ظالمانه بندیرونو سره سره د ایران د اسلامی جمهوریت تولید شوي توکي ۱۴۲ هېوادونو ته صادر شوي دي.
-
د ایران او روسیې ستراتیژیکه همکاري؛ د څو قطبي نړیوال نظم په لور یو ګام
Dec 31, 2025 10:44پارس ټوډې - د ایران او روسیې ولسمشرانو په ټلفوني خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډو تړونونو د پلي کولو په اړه بحث وکړ.
-
عراقچي: ایران عادلانه او د متقابل درناوي پر بنسټ هوکړې ته چمتو دی؛ نړۍ دې پوه شي چې له خپلو حقونو به تېر نه شو
Dec 31, 2025 07:56پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر د جدي خبرو اترو لپاره د تهران پر چمتووالي ټینګار وکړ او ویې ویل: ایران د داسې هوکړې په لټه کې دی چې د متقابل درناوي او ګټې پر بنسټ ولاړ وي او د بندیزونو عملي او د تایید وړ لرې کول پکې شامل وي.