-
ملګري ملتونه: د افغانستان د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله ډېرې کورنۍ د خوړو وختونه کموي
Nov 13, 2025 01:58ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې اقتصادي وضعیت هومره خراب دی چې په هرو لسو کورنیو کې نهه یې، اړ دي چې د خوړو وختونه کم کړي یا د خپلو ورځنیو اړتیاوو لپاره له نورو څخه پیسې پور کړي.
-
د فراه والي د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره ایران ته سفر کړی
Nov 13, 2025 01:49د افغانستان د فراه والي محمد حافظ مجاهد د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه ایران ته سفر کړی دی.
-
د ایران او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو پر دوام ټینګار وکړ
Nov 13, 2025 01:40د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف له خپل ایراني سیال سیدعباس عراقچي سره د ټلفون له لارې غږېدلی او د قطر او ترکیې په منځګړیتوب یې د افغان طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې هرکلی کړی دی.
-
ایران وپېژنئ؛ د خراسان جنوبي ظرفیتونو معرفي کولو لپاره تر ټولو غوره رسنیز کمپاین
Nov 12, 2025 11:53پارس ټوډې - د"ایران جان" ملي حرکت د ایران په ختیځ کې د خراسان جنوبي ولایت د کلتوري، اقتصادي، معدني او ګرځندوی متنوع ظرفیتونو په تمرکز سره، د صدا او سیما سازمان د برونمرزي معاونیت راډیويي او ټلویزیوني شبکو د پاملرنې په مرکز کې ځای لري.
-
د ملګرو ملتونو چارواکی: آنروا د غزې د بیا رغونې لپاره چمتو ده
Nov 12, 2025 11:22پارس ټودی - د ملګرو ملتونو یو چارواکي، په داسې حال کې چې اسرائیل د غزې د اوربند تړون نقض کړی او د فلسطینیانو د شهادت شمېر زیات شوی، اعلان وکړ چې د ملګرو ملتونو د کډوالو لپاره د مرستې او کارموندنې اداره (آنروا) د غزې د بیا رغونې لپاره چمتو ده.
-
د وینزویلا پوځ د امریکا د احتمالي برید په صورت کې د ځواب ویلو لپاره چمتو دی
Nov 12, 2025 11:19پارس ټوډی - د وینزویلا دولت د امریکا د احتمالي برید په وړاندې د چریکي مقابلې لپاره یو پلان چمتو کوي.
-
تل ابیب د مصر سرحد ته نږدې د صهیونیستي استوګنځایونو جوړولو پلان لري
Nov 12, 2025 11:17پارس ټوډی - یو صهیونیستي ویبسایټ راپور ورکړ چې تل ابیب غواړي د غیرقانوني استوګنځایونو جوړولو لړۍ د مصر سره د ګډو سرحدونو نږدې سیمو ته پراخه کړي.
-
حماس د اسرائیلي کنست لخوا د بهرنیو رسنیو د تړلو قانون مسودې تصویبولو ته غبرګون وښود
Nov 12, 2025 11:16پارس ټوډی - د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي، د اسرائیلي کنست لخوا د بهرنیو رسنیو د تړلو قانون مسودې تصویبول د دې رژیم د جنایتکارانه سیاستونو د دوام په چوکاټ کې وبلل، چې موخه یې د حقیقت غږ نړیوالو ته د رسېدو مخنیوی او د فلسطیني ولس پر وړاندې ظلم او جنایت زیاتول دي.
-
تخت روانچي د ایران او فیلیپین پر اقتصادي همکارۍ د تمرکز پر عزم ټینګار وکړ
Nov 12, 2025 11:13پارس ټوډی - د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وایي، ایران او فیلیپین د اقتصادي همکارۍ پر تمرکز د اړیکو پراخولو لپاره خپل عزم څرګند کړ.
-
کلمبیا له امریکا سره د معلوماتو تبادله بنده کړه / د ټرمپ ادعا: غواړو سوریه ډېر بریالی هېواد شي
Nov 12, 2025 09:46پارس ټوډې - د کلمبیا ولسمشر د دې هېواد امنیتي ځواکونو ته امر وکړ چې تر هغه چې په کارائیب کې پر کښتیو د امریکا بریدونه دوام لري، د دې هېواد له اطلاعاتي ادارو سره د معلوماتو شریکول وځنډول شي.