اسلام اباداو تحریک طالبان ترمینځ اوربند تمدید شو
دغه فیصله د قبایلی مشرانو له پنځوس کسیز پلاوی سره له دو ورځو خبرو اترو وروسته شوی ده .
د پاکستان طالبانو د افغان طالبانو په کوربتوب د دغه هیواد له قبیایلو سره له خبرو اترو وروسته له اسلام اباد سره اوربند تمدید کړ .
د پاکستان تحریک طالبان چی په دغه هیواد کې تاوتریخوالی غواړی مخینه لری د پاکستان د ملکیانو او عسکرو پرضد هماغه راز مرګونو حملو ته دوام ورکوی . د افغانستان طالبان له مودو راهیسې هڅه کوی د اسلام اباد او دغې ډلې ترمینځ سوله ټینګه کړی .
په داسې شرایطوکې د پاکستان د تحریک طالبان ډلې ویندوی محمد خراساني وویل دغه فیصله د قبایلی مشرانو له پنځوس کسیز پلاوی سره له دو ورځو خبرو اترو وروسته شوی ده .
خراسانی زیاته کړی ده په کابل کی خبرې اترې په راتلونکو ورځو کې دوام ولری .
د پاکستان دولت او افغان طالبانو تر دې شیبې په دې اړه څه ندی ویلی .
د افغانستان طالبان د اسلام اباد نوی دولت له پاکستانی طالبانو سره د سولې د موافقې لاسلیکولو ته هڅوی .