د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې ډیرې کمې شوې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i118428-د_پاکستان_د_بهرنیو_اسعارو_زیرمې_ډیرې_کمې_شوې
د ۲۰۲۲ مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستان بهرنۍ پورونه ۴.۸۷۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 14, 2022 01:58 Asia/Kabul
  • د پاکستان د بهرنیو اسعارو زیرمې ډیرې کمې شوې

د ۲۰۲۲ مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستان بهرنۍ پورونه ۴.۸۷۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي دي

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، له چین څخه د ۲.۳ملیارد ډالرو له پور سره سره د هیواد د بهرنیو اسعارو زیرمې په ختمیدو دي. په همدې حال کې د پاکستان د اسعارو ارزښت هم راټيټ شوی دی. دې کار د دغه هېواد اقتصاد له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

افغان غږ خبری آژانس د ډان ورځپاڼې له قوله  خبر ورکړی، چې د ۲۰۲۲ مالي کال په لومړیو دریو میاشتو کې د پاکستان بهرنۍ پورونه ۴.۸۷۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شوي دي.

د دې رسنۍ د لیکنې له مخې؛ دا هېواد له جدي ګواښ سره مخ دی. ځکه چې د چین څخه د 2.3 ملیارد ډالرو پور سره سره د پاکستان د سټیټ بانک د بهرنیو اسعارو زیرمې په ختمیدو دي.

د پاکستان حکومت د خپلو لویو پورونو د بیرته ورکولو لپاره له چین څخه په لوړه بیه ډالر پور اخیستی دی.

د پاکستان د مالیې وزیر مفتاح اسماعیل د دغه هیواد اتباعو ته ډاډ ورکړی دی چې د ده له تمې سره سم به په څو ورځو کې د یو ملیارد ډالرو په اندازه پیسې وباسي او ستونزې به یې هوارې شي.

 

په همدې حال کې د پیسو نړیوال صندوق پاکستان ته مالي مرستې بندې کړي او دغه هېواد نور له نړیوال بانک او د اسیا پراختیايي بانک څخه پیسې نه ترلاسه کوي.

 

د يادونې وړ ده، چې پاکستان اوسمهال په ښه اقتصادي حالت کې نه دى او د هرې ورځې په تېرېدو پر دغه هېواد بهرنۍ پورونه زياتېږي. خو په ورته وخت کې هڅه کوي چې خپل پولي سیاست او د بهرنیو اسعارو په ځانګړې توګه د افغانۍ پر وړاندې د خپل ملي اسعارو ارزښت وساتي.

 

له افغانستان سره د پاکستان یوه لویه سوداګري چې په دې وروستیو کې ډېره ښه شوې، له افغانستان څخه د ډبرو سکرو واردول دي چې تر ډېره په نغدو پیسو کېږي.

د کارپوهانو په اند، په دې کار سره پاکستان غواړي له یوې خوا د اړتیا وړ انرژي په ټیټه بیه برابره کړي او له بلې خوا په هېواد کې دننه هم د افغانۍ ارزښت صفر ته راټیټ کړي.