افغان نجونې د تلويزيون یا انټرنيټ له لارې روزو
د پاکستان ولسمشر ویلي چې د افغانستان د ځانگړو ټولنیزو او اقتصادي نورمونو په نظر کې نیولو سره، د مناسبو او خاصو ترتیباتو له لارې کیدای شي نجونو او ښځو ته د زده کړې زمینه برابره شي.
د پاکستان ولسمشر عارف علوي د انټرنيټ یا تلویزیون له لارې افغان نجونو ته د زده کړو د زمينې برابرولو د پلان خبر ورکړی.
نوموړي دا خبره په خپله ټویټر پاڼه کې لېکلې، خو نور جزییات یې په اړه نه دي ورکړي.
په ورته وخت کې راپورونه وایي، چې د پاکستان د ولسمشر علوي دغه وړاندیز به د پاکستان د مشهور ملا مفتي تقي عثماني لخوا د طالبانو مشرانو سره په کابل کې شریک کړل شي.
مفتي عثماني له څو ورځو راهيسې د کابل په سفر دی
د پاکستان ولسمشر ویلي چې د افغانستان د ځانگړو ټولنیزو او اقتصادي نورمونو په نظر کې نیولو سره، د مناسبو او خاصو ترتیباتو له لارې کیدای شي نجونو او ښځو ته د زده کړې زمینه برابره شي.
د طالبانو چارواکو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ويلي.