دپاکستان تحریک طالبان له افغانستان سره په سرحدي سیموکې اسلامي امارت اعلانوي
د پاکستان تحریک طالبان په داسې حال کی د پاکستان د پوځ پرضد د عملیاتو د بیا پیلولو خبر وکروی چی د دغې ډلې مشران په تیرو میاشتو کې په کابل کی موجود وو .
پاکستاني طالبانو ګواښ وکړ چې د پاکستان د پوځ پر ضد به پراخ عملیات بیا پیل کړي.
ټي ټي پي د روژې په پای کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلولو په لړ کې اوربند کړی و.
خو ټي ټي پي په پکتیکا ولایت کې د روانې اونۍ د اګست په ۷ د خپل یوه مخکښ قوماندان عمرخالد خراساني له وژل کېدو وروسته اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ پرضد به بیا عملیات پیل کړي اوپه ټولو قبایلي سیمو کې به اسلامي امارت جوړ کړي.تراوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې حملې پړه پرغاړه نده اخیستی او د پاکستان تحریک طالبان هم له کوم مدرک وړاندی کولو پرته د پاکستان استخباراتي ماموران په دغې حملې په لاس درلودلو تورنوي .
له خالد خراساني سره یوځای د ټي ټي پي یو بل قوماندان یعفوب باجوړی هم وژل شوی او پاکستاني طالبانو د هغه وژل کېدا هم تایید کړې ده.
ویل کېږي چې خراسانی، باجوړی او د هغوی موټر چلوونکی د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي ګې د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي چې د دوی د موټر په لاره کې اېښودل شوی و.
د پاکستان تحریک طالبان په داسې حال کی د پاکستان د پوځ پرضد د عملیاتو د بیا پیلولو خبر وکروی چی د دغې ډلې مشران په تیرو میاشتو کې په کابل کی موجود وو .
د خالد خراساني ترور، د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړتوب اوربند پای ته ورساوه او د سولې هلې ځلې له ناکامۍ سره مخامخ کړې.