دپاکستان تحریک طالبان له افغانستان سره په سرحدي سیموکې اسلامي امارت اعلانوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119556-دپاکستان_تحریک_طالبان_له_افغانستان_سره_په_سرحدي_سیموکې_اسلامي_امارت_اعلانوي
د پاکستان تحریک طالبان په داسې حال کی د پاکستان د پوځ پرضد د عملیاتو د بیا پیلولو خبر وکروی چی د دغې ډلې مشران په تیرو میاشتو کې په کابل کی موجود وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2022 00:43 Asia/Kabul
  • دپاکستان تحریک طالبان له افغانستان سره په سرحدي سیموکې اسلامي امارت اعلانوي

د پاکستان تحریک طالبان په داسې حال کی د پاکستان د پوځ پرضد د عملیاتو د بیا پیلولو خبر وکروی چی د دغې ډلې مشران په تیرو میاشتو کې په کابل کی موجود وو .

 

پاکستاني طالبانو ګواښ وکړ چې د پاکستان د پوځ پر ضد به پراخ عملیات بیا پیل کړي.

ټي ټي پي د روژې په پای کې د افغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستان له حکومت سره د سولې د خبرو د پیلولو په لړ کې اوربند کړی و.

خو ټي ټي پي په پکتیکا ولایت کې د روانې اونۍ د اګست  په ۷ د خپل یوه مخکښ قوماندان عمرخالد خراساني له وژل کېدو وروسته اعلان وکړ چې د پاکستان پوځ پرضد به بیا عملیات پیل کړي  اوپه ټولو قبایلي سیمو کې به اسلامي امارت جوړ کړي.تراوسه هیڅ کس یا ډلې د دغې حملې پړه پرغاړه نده اخیستی او د پاکستان تحریک طالبان هم له کوم مدرک وړاندی کولو پرته د پاکستان استخباراتي ماموران په دغې حملې په لاس درلودلو تورنوي .

له خالد خراساني سره یوځای د ټي ټي پي یو بل قوماندان یعفوب باجوړی هم وژل شوی او پاکستاني طالبانو د هغه وژل کېدا هم تایید کړې ده.

ویل کېږي چې خراسانی، باجوړی او د هغوی موټر چلوونکی د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالي ګې د هغه ماین په چاودنه کې وژل شوي چې د دوی د موټر په لاره کې اېښودل شوی و.

د پاکستان تحریک طالبان په داسې حال کی د پاکستان د پوځ پرضد د عملیاتو د بیا پیلولو خبر وکروی چی د دغې ډلې مشران په تیرو میاشتو کې په کابل کی موجود وو .

د خالد خراساني ترور، د پاکستان د حکومت او ټي ټي پي ترمنځ د افغان طالبانو د حقاني شبکې په منځګړتوب اوربند پای ته ورساوه او د سولې هلې ځلې له ناکامۍ سره مخامخ کړې.