شهباز شریف: له هندوستان سره هدفمنې مذاکرې ته تیار یو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i119794-شهباز_شریف_له_هندوستان_سره_هدفمنې_مذاکرې_ته_تیار_یو
د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې د اختلافاتو د هواري لپاره د هندوستان له حکوت سره د هدفمندو خبرواترو دوباره پیلولو ته چمتو دی
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 16, 2022 03:53 Asia/Kabul
  • شهباز شریف: له هندوستان سره هدفمنې مذاکرې ته تیار یو

د پاکستان وزیراعظم وویل چې هیواد یې د اختلافاتو د هواري لپاره د هندوستان له حکوت سره د هدفمندو خبرواترو دوباره پیلولو ته چمتو دی

شهباز شریف له الشرق الاوسط ورځپاڼې سره په مرکه کښې، د کشمیر په هکله له هند سره هر ډول خبرې اترې د دغې سیمې له خلکو سره د هند د بوږنونکي سلوک او غیرقانوني اقداماتو له بندیدو وروسته ممکنې وبللې.

شهباز شریف وویل: د کشمیر موضوع د هند و پاک ترمینځ یو سیاسي اختلاف دی او د ملګرو ملتو د امنیت شورا د پریکړه لیک په بنیاد فاینل حل لارې ته تر رسیدو او د کشمیر د اوسیدونکو د غوښتنو تر پوره کیدو پورې به هم دغه شان د اسلام آباد د بهرني سیاست د وړومبیتوبونو په سر کښې پاتې شي.

د کشمیر په سر د هند او پاکستان شخړه په داسې حال کښې ده چې د امنیت شورا پریکړه لیک د دغې سیمې د برخلیک د ټاکل کیدو لپاره د ټولپوښتنې او ریفرنډم په ترسره کیدو ټینګار لري خو نوی ډیلی ورسره مخالفت کوي.