دافغانستان له خاورې په شمالی وزیرستان برید شوی دې
Sep 22, 2022 09:42 Asia/Kabul
د پاکستان د پوځ لخواله افغان خاورې پر پاکستاني پوځ بریدونه غندل شوي او د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتنه شوې،چې د پاکستان خلاف د افغان خاورې د استعمالیدو مخه ونيسي.
د پاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې د خپل یوه بل عسکر د وژل کیدو په غبرګون کې ویلي،چې دغه برید له افغان خاورې شوی.
د پاکستان د پوځ لخواله افغان خاورې پر پاکستاني پوځ بریدونه غندل شوي او د طالبانو له حاکمې ادارې غوښتنه شوې،چې د پاکستان خلاف د افغان خاورې د استعمالیدو مخه ونيسي.
تېره اونۍ د پاکستان تر کنټرول لاندې د پښتونخوا په خرم سیمه کې د يوې نښتې پر مهال هم درې پاکستاني عسکر وژل شوي وو.
پاکستاني چارواکي وایی چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو سره د تحريک طالبان پاکستان فعاليتونه زيات شوي.
ټیګونه