په پېښور پوهنتون کې د طالبانو د پرېکړې پر ضد مظاهره وشوه
دوی همداراز وویل: له طالبانو مو غوښتنه ده چی ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازی خلاصې کړی.
په پېښور پوهنتون کې لسګونو زده کونکو د طالبانو لخوا د جینکو په زده کړو د بندیز پرضد مظاهره وکړه.
محصلینوپه خپلو شعارونو کې ویل: د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو بندول د دوی په حق کی ظلم دی او موږ ددغه ظلم خلاف یوو.
دوی همداراز وویل: له طالبانو مو غوښتنه ده چی ژر تر ژره د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازی خلاصې کړی.
د مظاهرې یوه برخوال وویل، د ښځینه محصلانو پر وړاندې د پوهنتونونو د دروازو تړلو، د لوی خدای له لوري دوی ته د ورکړل شوي حق څخه په منکرېدو او د نبي کريم صلی ا... عليه و اله وسلم د ارشاداتو خلاف کار دی د پوهنتون له زده کړو د افغان نجونو د محرومیت په اړه د طالبانو پر پرېکړه حیرانتیا او خواشیني ښيم.
ده او نورو د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو د زده کړو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.