Jul 06, 2023 06:34 Asia/Kabul
  • د افغانستان ثبات د شانګهای د غړو هیوادونو ګډ مسئولیت دی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د شانګهای د سیمه ییزو همکاریو سازمان په غونډه کې ویلی، چې په سیمه کې د سولې او سوکالۍ د ترلاسه کولو لپاره په افغانستان کې ثبات اړین دی.

هغه زیاته کړې ده چي توقع نه دي پوره شوي، خو د یوه سخت بشري ناورین او د اقتصادي سقوط د مخنیوي او له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره افغانستان سره د مرستو دوام ضروري ده.

شریف د شانګهای غونډې ته په وینا کې وویل، نړیواله ټولنه باید د طالبانو له واکمنې کابینې سره “بامعنی تعامل” وکړي.

هغه همدا راز له طالبانو وغوښتل چې د افغانستان له خاورې ترورېزم ګټه اخیستو ته پرې نه ږدي او په دې اړه مشخص اقدامات وکړي.