پاکستان ته د طالبانو د سرپرست حکومت د استخباراتي پلاوي سفر
په افغانستان کې د طالبانو د سرپرست حکومت د امنیتي، استخباراتي او د دفاع وزارت په چارواکو مشتمل پلاوی اسلام آباد ته تللی دی.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چي د قندهار د والي په مشرۍ د طالبانو د سرپرست حکومت ۱۰ کسیزه پلاوی اسلام آباد ته رسېدلی، څو د پاکستان د استخباراتي ادارې له چارواکو، پوځیانو او حکومتي چارواکو سره، لیده کاته وکړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو له لانجمن کېدو وروسته، په تېرو څو میاشتو کې دا لومړی ځل دی، چي د افغانستان د سرپرست حکومت جګپوړی پلاوی پاکستان ته په سفر ځي.
تېره ورځ د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت چارواکو پارلمان ته په خپل راپور کې ویلي وو، چي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته، ترهګرې ډلې پیاوړي شوي او د افغانستان له خاورې څخه پر پاکستان باندې د ټي ټي پي بریدونه هم زیات شوي دي.