پاکستان او راتلونکي ټاکڼې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i144816-پاکستان_او_راتلونکي_ټاکڼې
پاکستان ځان د فبرورۍ د میاشتې اتمې ته د ټاکنو لپاره تیاروي، خو په دې مینځ او مان کې واک ته د نواز شریف د راستنېدو لپاره د پاکستان د عدلي ارګانونو هلې ځلې د پام وړ مساله ده حال دا چي هغه په ادارې فساد تورن دی او له سیاسي فعالیتونو منعه شوی دی.
(last modified 2024-01-16T03:08:02+00:00 )
Jan 15, 2024 14:14 Asia/Kabul
  • پاکستان او راتلونکي ټاکڼې

پاکستان ځان د فبرورۍ د میاشتې اتمې ته د ټاکنو لپاره تیاروي، خو په دې مینځ او مان کې واک ته د نواز شریف د راستنېدو لپاره د پاکستان د عدلي ارګانونو هلې ځلې د پام وړ مساله ده حال دا چي هغه په ادارې فساد تورن دی او له سیاسي فعالیتونو منعه شوی دی.

دې سره هممهاله د پآکستان عدلي ارګانونه په ټاکنو کې د عمران خان د تحریک انصاف ګونډ د ګډون د مخنیوی لپاره هلې ځلې زیاتې کړي دي، له هغه وروسته چي عمران خان او د تحریک انصاف د ګوند مشران نااهل اعلان شو د پاکستان سترې محکمې په ټاکنو کې د نوماندانو له لورې  د تحریک انصاف د ګونډ د سېمبول او د نوم په کارولو هم ممنوعیت ولګول. د تحریک انصاف د ګوند سېمبول یا نښه د اورلګیت خاشه ده، د پاکستان د محکمې د پریکړې له مخې دا سېمبول په ټاکنو کې د نوماندانو له خوا نه شي کارول کېدای، په دې خاطر د تحریک انصاف د ګوند غړي یوازې په خپلواکه توګه په ټاکنو کې ځانونه نوماندان کولایشي. تحریک انصاف وایي چي ورباندې لګول شوي محدودیتونه په پاکستان کې د عادلانه ټاکنو په وړاندې خنډ ګرځېدلی دی او دا په دې معنا ده چي د هغه نوماند د بریالیتوب لپاره محکمه د لارې د هوارولو هڅه کوي چي باید په زندان کې وای او له سیاسي فعالیتونو ګوښه شوې وای.

د سیاسي چارو کارپوه عباس خټک په دې اړه وایي: دې ته په کتو سره چي په کلیو او لیري پرتو سیمو کې اکثره خلګ سواد نه لري، نوماند د هغه د سېمبول له مخې پېژني، په دې خاطر د تحریک انصاف د ګوند په سېمبول باندې بندیز، کولایشي رایي ورکوونکو ته لالهاندي رامینځ ته کړي او د دې ګونډ مینه وال په غلطۍ سره خپلې رایې نورو ته ورکړي.  له بلې خوا په تحریک انصاف باندې بندیز هم د دې ګوند د غړو تر مینځ یووالي ته زیان رسوي او هر یو کس یې باید په خپلواکه توګه ځان نوماند کړي. دې ته په کتو سره چي تحریک انصاف اوس نور په قدرت کې برخه نه لري او مشر یې یعني عمران خان په زندان کې دي، د پاکستان د سیاسي کارپوهانو ټولنې ته دا پوښتنه رامینځ ته شوې ده چي ولي لاهم د پاکستان عدلي ارګانونه په دوامداره توګه په تحریک انصاف باندې بندیزونه او محدودیتونه لګوي؟ سیاسي ناظرین د دې پوښتنې په ځواب کې د خلګو په نزد د تحریک انصاف د ګونډ ټولنیز مقام ته اشاره کوي چي لاهم په پاکستان کې د قدرت ځینې کړیو ته اندېښنه رامینځ ته کړې ده چي داسي نه وي د تحریک انصاف ګوند غړي په خپلواک توګه په نوماند کېدو سره هم په پارلمان کې اکثریت کرسۍ تر لاسه کړي. غوره دا ده چي ووایو په پآکستان کې د ځینو محفلونو په نزد داسي اندېښنې موجودې دي، چي د عدلې ارګانونو له خوا د تحریک انصاف په ګونډ باندې د لګول شویو محدودیتونو په خلاف د دې ګوند پلویان له مخکې نه هم زیات د هغه ملاتړ وکړي او د تحریک انصاف د ګوند خپلواکو نوماندانو ته رایي ورکړي.

د سیاسي چارو شناند امین فرجاد په دې اړه وایي: تحریک انصاف لومړی په خیبرپختونخوا کې یو ځایي ګوند و چي د فوځ په مرسته له مسلم لیګ نواز سره د مقابلې لپاره په یوه سرتاسري ګوند باندې بدل شو، خو اوس داسي ښکاري چي د هغه ولسي مقبولیت ځینې اندېښنې رامینځ ته کړي دي، او د قدرت محفلونه غواړي چي په هره ممکنه لاره د تحریک انصاف ګوند د واکمنېدو مخنیوی وکړي.

د پاکستان عدلي ارګانونه په داسي حال کې په تحریک انصاف باندې بندیزونه لګوي چي پاکستان له هر وخت نه زیات اوس په سیاسي ډګر  کې ملي یووالي ته ضرورت لري. صرف نظر له دې چي کوم یو ګوند په راتلونکو ټاکنو کې بریالي کیږي او حکومت جوړوي، د پاکستان د اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحرانونو هوارېدا، د دې هیواد د سیاسي ګوندونو تر مینځ یووالی او وحدت ته اړتیا لري، په دې خاطر د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر ګوهرعلی او د دې ګوند نور مشران، په تحریک انصاف باندې د محدودیت د لګولو لپاره د پاکستان د سترې محکمې پرېکړه ناهیلې کوونکي وباله لیکن ټینګار یې وکړ چي د تحریک انصاف ګوند له ټاکنو نه تر شا کیږي او نوماندان به یې په خپلواکه توګه په ټاکنو کې ګډون وکړي.  دا په دې معنا ده چي تحریک انصاف هڅه کوي چي د اړینو تابیاو په ټینګولو سره، په ټاکنو کې له مسلم لیګ نواز سره د سیالیو لپاره ځان چمتو کوي.