عمران خان:
په ټاکنو کې بې عدالتي د بې ثباتی لامل ګرځي
د پاکستان مخکنی لومړي وزیر عمران خان ویلي چي په ټاکنو کې د عدالت نه رعایتول به په دغه هیواد کې د بې ثباتی لامل شي.
د هندوستان د تلګراف د ورځپانې له راپور سره سمو عمران خان د پاکستان د تحریک انصاف د ګوند بنسټګر ادعا کړې ده چي د هغه ګوند په ټاکنو د ګډون لپاره له خنډونو سره مخ شوي دي او غړي د حکومت له لورې د کوم دلیل پرته نیول کیږي.
عمران خان ویلي چي د پاکستان حکومت د هغه ګوند له مینځه وړلای نه شي ځکه چي تحریک انصاف د پاکستان په خلګو کې جړه لري.
په دې وروستیو کې د تحریک انصاف په ګوند د عدالت له خوا بندیز لګېدلی دی او غړي یې په ټاکنو کې ځانونه نوماند کولای نه شي او دې سره هممهاله هم د تحریک انصاف په ځینو غړو بریدونه هم شوي دي.
د پاکستان د سیاسي ګوندونو په استازو باندې بریدونه په داسي حال کې زیات شوي دي چي د دې هیواد ټاکنو ته ۱۸ ورځې پاتي دي.
د پاکستان سیاسي ګوندونه د پارلمان د څوکیو په سر له یو بل سره سیالي کوي، او بیا د دې هیواد نوی کابینه او لومړي وزیر هم د پارلمان داستازو له خوا ټاکل کیږي.