دښمانان د ایران او پاکستان اړیکې خرابوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر «جلیل عباس جیلاني» د پاکستان د نهو ښاریزو وژلې ته په غبرګون کښې ټینګار وکړ دښمانان په ترهګرو اقداماتو سره له ایران سره د پاکستان د اړیکو د خرابولو کوشش کوي.
هغه د ایران په جنوب ختیځ کښې د سیستان و بلوچستان ولایت په «سراوان »سیمه کښې په ترهګرې حملې کښې د پاکستان د نهو ښاریزو په وژل کیدا باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره وویل دغه برید د ایران او د پاکستان د ګډو دښمانانو لخوا د تهران او د اسلام اباد د اړیکو د خرابولو لپاره یوه هڅه ده.
د پاکستان خارجه وزیر جلیل عباس جیلاني د وژل شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت په ویلو سره د ایران له حکومته وغوښتل چې د پاکستان په ښاریزو باندې د حملې د عواملو پرضد اقدام وکړي.
په عین حال کښې د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو امنیتي مرستیال« علیرضا مرحمتي» هغه ناوړه پیښې ته په اشارې سره چې وړمه ورځ د سراوان په «سیرکان» سیمه کښې وشوه وویل پولیس سمدستې د پیښې ځاې ته ورغلل او تحقیق ښودنه کوي چې په دغه پیښه کښې د پاکستان نهه ښاریز وژل شوي او درې نور ژوبل شوي دي.
د ایران د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو مرستیال «علیرضا مرحمتي» د دغه ترهګرې حملې په غندلو سره وویل د پيښې په جزیاتو غور روان دی او د هغې عوامل به وپيژندل شي.
په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر «رضا امیري مقدم» هم وړمه په دې خبرې سره چې د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې وروستۍ پیښې د ګډو دښمانانو په تیره بیا د ترهګرو ډلو د کینې له کبله دي وویل د دا ډول ترهګرو اقداماتو د مخنیوي لپاره ضروري ده د تهران او د اسلام اباد چارواکي په بیلابیلو سیاسي ، پوځي او امنیتي سویو خپلې سلامشورې زیاتې کړي.