هر ډول یرغل ته په پوره زور سره ځواب ورکوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i146796-هر_ډول_یرغل_ته_په_پوره_زور_سره_ځواب_ورکوو
د پاکستان پوځ له ګاونډیانو سره، په سوله ایزې ګوزارې باندې په ټینګار سره، هند ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چي هر ډول یرغل ته په پوره زور سره ځواب ورکوي.
(last modified 2024-02-27T04:51:30+00:00 )
Feb 27, 2024 09:14 Asia/Kabul
  • هر ډول یرغل ته په پوره زور سره ځواب ورکوو

د پاکستان پوځ له ګاونډیانو سره، په سوله ایزې ګوزارې باندې په ټینګار سره، هند ته په خطاب کې خبرداری ورکړی چي هر ډول یرغل ته په پوره زور سره ځواب ورکوي.

د پآکستان د پوځ عامه اړیکې له هند سره، د هوایي جنګ د پنځمې کلیزې په مراسمو کې د یوې اعلامیې په صادرولو سره، اعلان وکړ  چي اسلام آباد له خپلو ګاونډیانو سره د سوله ایز ژوند په ضرورت ټینګار کوي خو په عین حال کې، په خپلې خاورې باندې هر ډول یرغل ته سخت ځواب ورکوي.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د هند او پاکستان تر مینځ نښتې رامینځ ته شوې چي په کښې دواړو لورو په یو بل باندې بریدونه وکړ.

پاکستان په دې باور دی چي هند د دې هیواد امنیت ته لپاره یو فعاله ګواښ دی، په دې خاطر تل هڅه کوي چي په فوځي برخه کې له هند سره سیالي وکړي او حتي د ایټمي وسلو او توغندیو په ډګرونو کې له هند څخه د مخکي کېدو کوښښ کوي.