ایران د پآکستان له سیل ځپلو سره مرسته کوي
Feb 29, 2024 10:38 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت د سرې میاشتې د کمیټې مشر د پاکستان د بلوچستان ایالت له سیل ځپلو سره د مرستې لپآره چمتووالي وښوده.
په وروستیو ورځو کې د پاکستان په بلوچستان ایالت او ګوادر بندر کې سیلاب راغلی دی چي د امله یې ښارونو ته سخت زیانونه اوښتې او ګڼ شمېر خلګو بې ځایه شوي دي.
د ایران د سرې میاشتې د کمیټې مشر پیرحسین کولیوند د پاکستان د سرې میاشتې د کمېټې له مشر شاهد احمد لاقري سره، په تماس کې وویل چي ایران بلوچستان ته د خپلو مرستندویو ټیمونو او بشردوستانه توکو د لېږدولو لپاره تیار دی.
د ګوادر د ښار لارې د سختو اورښتونو د امله بندې شوي دي او د خلګو کورونه او زراعتي ځمکې تر اوبو لاندې شوي دي. دې سره هممهاله د بلوچستان په مختلفو سیمو کې هم سېلابونه جاري شوي دي او خلګو ته یې زیانونه اړولي دي.