په پېښور کې چاودنه مرګژوبله اړولې ده
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i147418-په_پېښور_کې_چاودنه_مرګژوبله_اړولې_ده
د پاکستان پولیسو د خیبرپختونخوا د ایالت په مرکز پېښور ښار کې د بمي چاودنې خبر ورکړی دی.
(last modified 2024-03-10T03:26:47+00:00 )
Mar 10, 2024 07:54 Asia/Kabul
  • په پېښور کې چاودنه مرګژوبله اړولې ده

د پاکستان پولیسو د خیبرپختونخوا د ایالت په مرکز پېښور ښار کې د بمي چاودنې خبر ورکړی دی.

د پولیسو له راپور سره سم، په دغه چاودنه کې چي نن سهار د پېښور په بازار کې شوی دی دوه تنه وژل شوي او یو بل کس ژوبل شوی دی.

ځینې سرچینې وایي چي چاودنه د یوه ځانمرګي بریدګر له خوا شوې ده.

تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت کومه ډله په غاړه نه ده اخیستې خو د پاکستان تحریک طالبان ترهګرې ډلې په تېرو دوو کلونو کې په دغه هیواد کې خپل بریدونه زیات کړي دي.