پاکستان ته د ایران د کرهڼې د وزیر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i170806-پاکستان_ته_د_ایران_د_کرهڼې_د_وزیر_سفر
د اسلامي جمهوریت ایران د کرنې وزیر «غلام رضا نوری قزلجه» د خپل پاکستاني سیال په بلنه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه څو ساعته مخکې اسلام آباد، د دې هیواد پلازمینې ته ورسېد.
(last modified 2026-02-16T22:02:50+00:00 )
Feb 17, 2026 02:29 Asia/Kabul
  • پاکستان ته د ایران د کرهڼې د وزیر سفر

د اسلامي جمهوریت ایران د کرنې وزیر «غلام رضا نوری قزلجه» د خپل پاکستاني سیال په بلنه د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه څو ساعته مخکې اسلام آباد، د دې هیواد پلازمینې ته ورسېد.

د کرنې وزیر د اسلام آباد نړیوال هوايي ډګر ته د ننوتلو پرمهال  د پاکستان د کرنې مرستیال وزیر "عالم زیب خان" او په اسلام آباد کې د ایران سفیر "رضا امیري مقدم" له هرکلی سره مخ شو.

د ایران پلاوي چې مشري یې نوري قزلجه کوي، پلان لري د پاکستان د کرنې او خوراکي امنیت له وزیر"رانا تنویر حسین" ، او د پاکستان د سوداګرۍ وزیر "جام کمال خان" سره وګوري او د دواړو هیوادونو په سوداګریزو غونډو کې ګډون وکړي.

سږکال په زمري میاشته کې د پاکستان د کرنې او خوراکي امنیت وزیر د نوي همکاریو د دروازو د پرانستلو او د دواړو هیوادونو د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د رسمي څلور ورځني سفر لپاره تهران ته راغی. د دې سفر په پایله کې، ایران او پاکستان په کرنیزو همکاریو کې دوه تفاهم لیکونه لاسلیک کړل څو د تهران او اسلام آباد ترمنځ د خوراکي موادو تبادله په راتلونکو دوو کلونو کې درې میلیارده ډالرو ته ورسېږي.