په پاکستان کې ځانمګری برید لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i172944-په_پاکستان_کې_ځانمګری_برید_لسګونو_کسانو_ته_مرګژوبله_اړولې
تېره ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوې ځانمرګې حملې په پایله کې ۹ کسان خپل ژوند د لاسه ورکړي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.
(last modified 2026-05-16T01:39:43+00:00 )
May 16, 2026 06:03 Asia/Kabul
  • په پاکستان کې ځانمګری برید لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې

تېره ورځ د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوې ځانمرګې حملې په پایله کې ۹ کسان خپل ژوند د لاسه ورکړي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

د انادولو له راپور سره سم، دغه ټروریستي برید تېره ورځ په باجوړ سیمه کې په یوه استخباراتي ادارې باندې تر سره شوی دی.

بریدګر موټر بم یې د اسکاټ ځواکونو د کیمپ له دروازې سره جنګولی دی او بیا یې ځان ته چاودنه ورکړې ده.

له راپورونو سره تر چاودنې وروسته، په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او د وسله والو تر مینځ نښتې هم شوي دي.

تر اوسه د دې برید مسئولیت کومه ډله په غاړه نه ده اخیستې.